يو شمېر خبري سرچينو اعلان کړى، چې د سعودي عربستان پلي او سمندري ځواکونه د پوځي تمرينونو په هدف د ترکيې انقرې او ازمير ښارونو ته رسېدلي دي.
خبري سرچينو د چارواکو له قوله ويلي، يادو ګډو پوځي تمرينونو ته “ايفيس” نوم ورکړل شوى، چې يوه مياشت به دوام كوي.
د ترکيې يو پوځي او د يادو تمرينونو لوى قوماندان علي بن الشهري وايي، دغه پوځي تمرينونه د يو شمېر نورو هېوادونو سرتېرو سره يو ځاى ترسره کېږي، چې د نړۍ تر ټولو ستر تمرينونه بلل شوي دي. يو شمېر خبري سرچينو اعلان کړى، چې د سعودي عربستان پلي او سمندري ځواکونه د پوځي تمرينونو په هدف د ترکيې انقرې او ازمير ښارونو ته رسېدلي دي.
خبري سرچينو د چارواکو له قوله ويلي، يادو ګډو پوځي تمرينونو ته “ايفيس” نوم ورکړل شوى، چې يوه مياشت به دوام كوي.
د ترکيې يو پوځي او د يادو تمرينونو لوى قوماندان علي بن الشهري وايي، دغه پوځي تمرينونه د يو شمېر نورو هېوادونو سرتېرو سره يو ځاى ترسره کېږي، چې د نړۍ تر ټولو ستر تمرينونه بلل شوي دي.
د دغو تمرينونو هدف په سيمه او نړۍ کې له ترهګرۍ سره مبارزه ښودل شوې ده.


