ads

د جلال اباد او دريو ولسواليو ۱۳ د فوټبال لوبډلو سيالۍ پيل شوې

په ننګرهار کې د جلال اباد ښار او د دریو ولسوالیو د دیارلسو لوبډلو فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې. د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په را استول شوې خبر پاڼه کې ویل شوي چې دغه سیالۍ پرون د سراج العمارت په ورزشي لوبغالي کې پیل شوې.د خبرپاڼې په حواله دا […]

نویسنده: TKG
27 غویی 1395
د جلال اباد او دريو ولسواليو ۱۳ د فوټبال لوبډلو سيالۍ پيل شوې

په ننګرهار کې د جلال اباد ښار او د دریو ولسوالیو د دیارلسو لوبډلو فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په را استول شوې خبر پاڼه کې ویل شوي چې دغه سیالۍ پرون د سراج العمارت په ورزشي لوبغالي کې پیل شوې.
د خبرپاڼې په حواله دا لوبې د بدني روزنې د امریت د فوټبال فډراسیون له لوري  د جلال آباد ښار، بهسودو، کوز کونړ او مومندرې ولسوالیو د لوبډلو په ګډون پیل شوې، چې درې اوونۍ به دوام وکړي.

خبر پاڼه وایي،  د روانو سیالیو په پیل کې  جوانان وفا لوبډلې په دریو ګولونو سره کوز کونړ لوبډلې ته ماتې ورکړه، خو د شاهین لوبډلې بيا له سباوون سادات لوبډلې څخه لوبه وګټله.
سرچینه وایي، په ننګرهار كې د دغو سياليو موخه د فوټبال لوبې ته وده ورکول دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA