د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر یوه غونډه د هوایي حملو په ترڅ کې ۲۰ تنه وسله وال وژل شوي دي.
د ۸۰۸ سپین زر زون د پولیسو قومندان لوی پاسوال شیرعزیز کامه وال په دې اړه کلید ته وویل چې نن له غرمې مخكې ۱۱ بجې وسله والو طالبانو په دشت ارچي ولسوالې کې یوه لویه غونډه په دی موخه جوړه کړې وه چې په دشت ارچي ولسوالۍ د وسله والو بريدونو پلان ونیسي خو پخپله همدغه غونډه د افغان هوایي ځواك تر بريدونو لاندې راغله. د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر یوه غونډه د هوایي حملو په ترڅ کې ۲۰ تنه وسله وال وژل شوي دي.
د ۸۰۸ سپین زر زون د پولیسو قومندان لوی پاسوال شیرعزیز کامه وال په دې اړه کلید ته وویل چې نن له غرمې مخكې ۱۱ بجې وسله والو طالبانو په دشت ارچي ولسوالې کې یوه لویه غونډه په دی موخه جوړه کړې وه چې په دشت ارچي ولسوالۍ د وسله والو بريدونو پلان ونیسي خو پخپله همدغه غونډه د افغان هوایي ځواك تر بريدونو لاندې راغله.
کامه وال زیاته کړه د هوایي حملو په ترڅ کې ۲۰ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
بايد وويل شي، دشت ارچي هغه نا امنه ولسوالي ده چې وخت نا وخت ورڅخه د جګړو راپورونه خپریږي او تل د پوځي عملیاتو په پیلېدو کې ورته لومړیتوب ورکول کیږي.


