د روسيې په نيمه خپلواکه سيمه داغستان کې د روسي سرتېرو او داعش وسله والو ترمنځ نښته كې له دواړو لورو شپږ کسان وژل شوي دي.
انټرفاکس خبري اژانس د ځايي پوليسو له قوله ويلي، د داغستان هغې وسله والې ډلې سره يې په نښته کې دوه کسان وژل شوي، چې تازه يې داعش وسله والې ډلې سره بيعت کړى دى.
انټرفاکس د پوځي چارواکو له قوله ويلي، چې په دغه نښته کې څلور وسله وال هم وژل شوي دي. د روسيې په نيمه خپلواکه سيمه داغستان کې د روسي سرتېرو او داعش وسله والو ترمنځ نښته كې له دواړو لورو شپږ کسان وژل شوي دي.
انټرفاکس خبري اژانس د ځايي پوليسو له قوله ويلي، د داغستان هغې وسله والې ډلې سره يې په نښته کې دوه کسان وژل شوي، چې تازه يې داعش وسله والې ډلې سره بيعت کړى دى.
انټرفاکس د پوځي چارواکو له قوله ويلي، چې په دغه نښته کې څلور وسله وال هم وژل شوي دي.
د داغستان نيمه خپلواکې سيمه کې دوه مياشتې وړاندې هم يو ځانمرګي بريد کې د يو افسر په ګډون يو شمېر روسي سرتېري وژل شوي وو.
رپوټونه وايي، چې داغستاني داعش وسله والو د پوليسو پر يو مرکز تر بريد وروسته نښته هم کړې ده.


