ads

نن له اسلامي حزب سره د سولې هوكړه ليك نهايي كېږي

ښايي د افغان حکومت او حزب اسلامي د پلاوي ترمنځ د سولې هوكړه ليك نن نهايي شي.د حزب اسلامي د مذاكره کوونکي پلاوي مشر کريم امين وايي، نن دوى له جمهور رئيس غني سره د سولې د هوكړه ليك په تړاو وروستۍ ناسته لري: (( ټاكل شوې چې له جمهور سره د سولې د تړون […]

نویسنده: TKG
26 غویی 1395
نن له اسلامي حزب سره د سولې هوكړه ليك نهايي كېږي

ښايي د افغان حکومت او حزب اسلامي د پلاوي ترمنځ د سولې هوكړه ليك نن نهايي شي.
د حزب اسلامي د مذاكره کوونکي پلاوي مشر کريم امين وايي، نن دوى له جمهور رئيس غني سره د سولې د هوكړه ليك په تړاو وروستۍ ناسته لري: (( ټاكل شوې چې له جمهور سره د سولې د تړون په اړه وروستۍ ليدنه ولرو، خو د توافقنامې لاسليك يو بل شى دى چې كېداى شي اوونۍ په بر كې ونيسي، ويلى شم چې كېداى شي نن موافقتنامه نهايي شي، بيا به دا توافقنامه د حزب اسلامي رهبرۍ ته وړاندې كېږي چې د حزب له نورو مشرانو سره به پرې بحث وشي، د هر څه احتمال شته، موږ موافقې ته سره رسېدلي يوو، خو ځينې كړۍ غواړي چې سوله كې خنډونه رامنځته كړي، تر څو چې موږ له جمهور رئيس او د سولې شورا له مشر څخه وروستى تصميم ترلاسه كړى نه وي، په دې اړه ډېر څه نه شو ويلى.)) ښايي د افغان حکومت او حزب اسلامي د پلاوي ترمنځ د سولې هوكړه ليك نن نهايي شي.
د حزب اسلامي د مذاكره کوونکي پلاوي مشر کريم امين وايي، نن دوى له جمهور رئيس غني سره د سولې د هوكړه ليك په تړاو وروستۍ ناسته لري: (( ټاكل شوې چې له جمهور سره د سولې د تړون په اړه وروستۍ ليدنه ولرو، خو د توافقنامې لاسليك يو بل شى دى چې كېداى شي اوونۍ په بر كې ونيسي، ويلى شم چې كېداى شي نن موافقتنامه نهايي شي، بيا به دا توافقنامه د حزب اسلامي رهبرۍ ته وړاندې كېږي چې د حزب له نورو مشرانو سره به پرې بحث وشي، د هر څه احتمال شته، موږ موافقې ته سره رسېدلي يوو، خو ځينې كړۍ غواړي چې سوله كې خنډونه رامنځته كړي، تر څو چې موږ له جمهور رئيس او د سولې شورا له مشر څخه وروستى تصميم ترلاسه كړى نه وي، په دې اړه ډېر څه نه شو ويلى.))
د سولې عالي شورا وايي، له حزب اسلامي سره د سولې په خبرو کې په ډېرو شر‌طونو هوکړې ته رسېدلي او داسې څه نه دي پاتې، چې دغه خبرې له ناکامۍ سره مخ کړي.
د دې شورا د بهرنيو اړيکو سلاكار محمد اسماعيل قاسميار نن کليد ته وويل، چې د سولې هوكړه ليك به له نهايي كېدو وروسته د جمهور رئيس محمد اشرف غني، د حزب اسلامي د مشر ګلبدين حکمتيار او د سولې عالي شورا د مشر پير سيد احمد ګيلاني لخوا لاسليك شي: (( د سولې دروازه بايد خلاصه وي، موږ خوشاله يوو چې څوك سولې ته حاضرېږي، هغوى چې سياسي اراده پيدا كوي، جنګ جګړه پرېږدي، د ورور وژنۍ او له وينې تويونې تېرېږي، خداى فرمايي چې په سوله كې خير دى، خوشباوره يوو چې دا مذاكرات به ميوه وركړي، كله چې موافقتنامه چمتو شي، لاسليك به شي، دا موافقتنامه د حزب اسلامي مشر او د افغانستان جمهور رئيس اشرف غني او د سولې عالي شورا مشر لاسليكوي.))
د سولې عالي شورا په هلو ځلو د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې خبرې له تېرو دوو مياشتو راهيسې په کابل کې روانې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA