د خوست د علیشیرو او تريزیو امنیتي چارواکې وايي، سرحدي ځواكونو په دغه ولسوالۍ کې د یو لړ عمالیاتو پر مهال څلور وسله وال مخالفین نیولي، چې دوه یې پاکستانیان دي.
د دغه ولسوالۍ امنیه قومندان محمد نظیر صابر وایې، یاد عملیات سرحدي ځواکونو له هغې وروسته پیل کړل، چې کله په سیمه کې د دوی په ګزمه دوې چاودنه وشوې، خو په وینا یې سرحدي ځواکونو ته يې کوم تلفات ونه رسولى شول.
قوماندان محمد نظیر صابر وایي، له دغو کسانو سره وسلې، مخابره او چاودیدونکي توکي هم نیول شوي دي. د خوست د علیشیرو او تريزیو امنیتي چارواکې وايي، سرحدي ځواكونو په دغه ولسوالۍ کې د یو لړ عمالیاتو پر مهال څلور وسله وال مخالفین نیولي، چې دوه یې پاکستانیان دي.
د دغه ولسوالۍ امنیه قومندان محمد نظیر صابر وایې، یاد عملیات سرحدي ځواکونو له هغې وروسته پیل کړل، چې کله په سیمه کې د دوی په ګزمه دوې چاودنه وشوې، خو په وینا یې سرحدي ځواکونو ته يې کوم تلفات ونه رسولى شول.
قوماندان محمد نظیر صابر وایي، له دغو کسانو سره وسلې، مخابره او چاودیدونکي توکي هم نیول شوي دي.
دا په داسې حال كې ده چې په تريزيو كې د سرحدي ځواكونو پر ګزمو بريد طالبانو منلى.
طالب وياند ذبیح الله مجاهد کلید ته په استولي پیغام کې ویلي، چې په چاودنو کې یې درې پولیس وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي، خو چارواکي بيا وايي، په چاودنه كې سرحدي ځواكونو ته مالي او ځاني هېڅ ډول زيان نه دى اوښتى.


