د بغلان امنیتي چارواکي وايي وسله والو طالبانو تېره شپه د پلخمري او سمنګانو په لویه لار پرتو امنیتي پوستو باندیې ډله ییز بریدونه کړي دي.
د بغلان ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند احمد جاوید بشارت کلید ته وویل، وسله الو طالبانو پرون شاوخوا ۵ بجې د پلخمري- سمنګانو په لویه لار پرتې امنيتي پوستې تر بريدونو لاندې نيولي او د شپې تر ۲ بجو يې جګړه كړې ده.
بشارت زیاته کړه، په دغو نښتو کې ۲۸ تنه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ۱۳ تنه یې وژل شوي او ۱۵ تنه نور یې ټپیان شوي دي.
بشارت وایي په یادو نښتو کې افغان امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی. د بغلان امنیتي چارواکي وايي وسله والو طالبانو تېره شپه د پلخمري او سمنګانو په لویه لار پرتو امنیتي پوستو باندیې ډله ییز بریدونه کړي دي.
د بغلان ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند احمد جاوید بشارت کلید ته وویل، وسله الو طالبانو پرون شاوخوا ۵ بجې د پلخمري- سمنګانو په لویه لار پرتې امنيتي پوستې تر بريدونو لاندې نيولي او د شپې تر ۲ بجو يې جګړه كړې ده.
بشارت زیاته کړه، په دغو نښتو کې ۲۸ تنه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ۱۳ تنه یې وژل شوي او ۱۵ تنه نور یې ټپیان شوي دي.
بشارت وایي په یادو نښتو کې افغان امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
دا لومړی ځل نه دى چې د پلخمري- سمنګانو په لویه لار طالبان سړک ته راوځي او د افغان امنیتي ځواکونو د موټرو پر کاروانونو يا هم پر امنیتي پوستو بریدونه کوي، بلكې تر دې وړاندې يې هم نښتې كړې دي.


