ads

د كندهار په څلور ولسواليو كې نښتې، ۳۵ مړه او ټپيان

د کندهار په پنځو ولسواليو کي د امنيتي ځواکونو او وسله والو تر منځ د جلا – جلا پېښو پر مهال ۳۵ وسله والو او پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.دغه نښتي تېره شپه په میوند، شاولیکوټ، ارغستان، خاکرېز او معروف ولسواليو کي شوې دي.د کندهار دامنیه قومندانۍ ویاند ضیا دراني کلید ته وویل، تر […]

نویسنده: TKG
26 غویی 1395
د كندهار په څلور ولسواليو كې نښتې، ۳۵ مړه او ټپيان

د کندهار په پنځو ولسواليو کي د امنيتي ځواکونو او وسله والو تر منځ د جلا – جلا پېښو پر مهال ۳۵ وسله والو او پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه نښتي تېره شپه په میوند، شاولیکوټ، ارغستان، خاکرېز او معروف ولسواليو کي شوې دي.
د کندهار دامنیه قومندانۍ ویاند ضیا دراني کلید ته وویل، تر ټولو درنه جګړه د میوند ولسوالۍ په بند تېمور سیمه کې شوې چې په ترڅ كې يې یو شمېر وسله والو د عامه نظم پر پوستو بریدونه کړي او د دواړو لوريو ترمنځ په جګړه کې نهه وسله وال وژل شوي دي: (( په نښته كې دوه پوليس او دوه وسله وال طالبان هم ټپيان شوي دي.)) د کندهار په پنځو ولسواليو کي د امنيتي ځواکونو او وسله والو تر منځ د جلا – جلا پېښو پر مهال ۳۵ وسله والو او پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه نښتي تېره شپه په میوند، شاولیکوټ، ارغستان، خاکرېز او معروف ولسواليو کي شوې دي.
د کندهار دامنیه قومندانۍ ویاند ضیا دراني کلید ته وویل، تر ټولو درنه جګړه د میوند ولسوالۍ په بند تېمور سیمه کې شوې چې په ترڅ كې يې یو شمېر وسله والو د عامه نظم پر پوستو بریدونه کړي او د دواړو لوريو ترمنځ په جګړه کې نهه وسله وال وژل شوي دي: (( په نښته كې دوه پوليس او دوه وسله وال طالبان هم ټپيان شوي دي.))
دراني زياته كړه، افغان ځواكونو، د شمالي ولسوالۍ شاولیکوټ په کټه سنګ سیمه کې هم د يوې نښتې په ترڅ كې د طالبانو د دوو سیمه ييزو قوماندانانو په ګډون پنځه وسله وال وژلي دي: (( د ارغستان ولسوالۍ په ملا آغا جان سیمه او د معروف ولسوالۍ په اعلي جرګې سیمه کې هم د پولیسو او وسله والو ترمنځ نښتې شوي او پر مهال نهه وسله وال وژل شوي دي.))
د یوه بل خبر له مخې تېره شپه وسله والو د خاکرېز ولسوالۍ په درې پوستې برید کړی او پر مهال يې څلور پولیس وژلي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د خپلو پیل شویو عملیاتو پر مهال يې د کندهار په یو شمېر ولسواليو کي د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې او خپل پرمختګ ادعا کړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA