بلجيمي رسنيو د چارواکو له قوله په خپرو کړو رپوټونو کې ويلي، چې پوليسو د شارلروا ښار د مټرو ټرانسپورټ د ترهګريز بريد تر ګواښ وروسته بند کړى دى.
بلجيمي چارواکي وايي، د هېواد د درېيم ستر ښار شارلروا په مټرو سيسټم کې د بمي چاودنو په اړه له استخباراتي رپوټونو وروسته يې د مټرو ټرانسپورټ د بندېدو امر کړى دى.
يوه ځايي چارواکي پوليسو ته د ټيليفون له لارې ويلي، چې په مټرو ځمکتلي کې بمونه ځاى پر ځاى شوي دي. بلجيمي رسنيو د چارواکو له قوله په خپرو کړو رپوټونو کې ويلي، چې پوليسو د شارلروا ښار د مټرو ټرانسپورټ د ترهګريز بريد تر ګواښ وروسته بند کړى دى.
بلجيمي چارواکي وايي، د هېواد د درېيم ستر ښار شارلروا په مټرو سيسټم کې د بمي چاودنو په اړه له استخباراتي رپوټونو وروسته يې د مټرو ټرانسپورټ د بندېدو امر کړى دى.
يوه ځايي چارواکي پوليسو ته د ټيليفون له لارې ويلي، چې په مټرو ځمکتلي کې بمونه ځاى پر ځاى شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د روان کال په پيل کې دوه چاودنو او ځانمرګو بريدونو د بلجيم په مټرو او هوايي ډګر کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله، چې داعش وسله والو يې مسووليت پر غاړه اخيستى و.


