ټاکل شوې چې د حکومت او حزب اسلامي ډلې ترمنځ د مذاکراتو لړۍ نن نهايي او د دواړو غاړو ترمنځ تفاهم لیک لاسلیک شي.
د سولې د عالي شورا د بهرنیو اړیکو مسول محمد اسماعیل قاسمیار نن سهار کلید ته وویل چې دا موافقه به د جمهور رئيس اشرف غني او د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار ترمنځ نن په کابل کې لاسلیک شي.
د قاسمیار په وینا دغه هوکړه لیک به د جمهور رئيس محمد اشرف غني، د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار او د سولې عالي شورا د مشر پیر سید احمد ګیلاني لخوا په ګډه امضاء کېږي ټاکل شوې چې د حکومت او حزب اسلامي ډلې ترمنځ د مذاکراتو لړۍ نن نهايي او د دواړو غاړو ترمنځ تفاهم لیک لاسلیک شي.
د سولې د عالي شورا د بهرنیو اړیکو مسول محمد اسماعیل قاسمیار نن سهار کلید ته وویل چې دا موافقه به د جمهور رئيس اشرف غني او د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار ترمنځ نن په کابل کې لاسلیک شي.
د قاسمیار په وینا دغه هوکړه لیک به د جمهور رئيس محمد اشرف غني، د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار او د سولې عالي شورا د مشر پیر سید احمد ګیلاني لخوا په ګډه امضاء کېږي: (( د سولې دروازه بايد خلاصه وي، موږ خوشاله يوو چې څوك سولې ته حاضرېږي، هغوى چې سياسي اراده پيدا كوي، جنګ جګړه پرېږدي، د ورور وژنۍ او له وينې تويونې تېرېږي، خداى فرمايي چې په سوله كې خير دى، خوشباوره يوو چې دا مذاكرات به ميوه وركړي، كله چې موافقتنامه چمتو شي، لاسليك به شي، دا موافقتنامه د حزب اسلامي مشر او د افغانستان جمهور رئيس اشرف غني او د سولې عالي شورا مشر لاسليكوي.))
د سولې عالي شورا په هلو ځلو د افغان حکومت او حزب اسلامي ډلې ترمنځ د سولې خبرې له تېرو دوو میاشتو راهیسې په کابل کې روانې دي.


