د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، امنيتي ځواكونو د شیرزادو ولسوالۍ کې له پنځه پنځوس کیلو ګرامه چرسو سره یو ځای درې تنه لاس په لاس نیولې دي.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په را استول شوې خبر پاڼه کې ویل شو، چې امنیتي ځواکونو یاد نشه يي توکي د دغې ولسوالۍ ماماخیلو سیمه کې کشف او تر لاسه کړي دي.
د خبرپاڼې په حواله یاد نشه یي توکي په یو کرولا موټر کې ځای پرځای شوي وو. د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، امنيتي ځواكونو د شیرزادو ولسوالۍ کې له پنځه پنځوس کیلو ګرامه چرسو سره یو ځای درې تنه لاس په لاس نیولې دي.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په را استول شوې خبر پاڼه کې ویل شو، چې امنیتي ځواکونو یاد نشه يي توکي د دغې ولسوالۍ ماماخیلو سیمه کې کشف او تر لاسه کړي دي.
د خبرپاڼې په حواله یاد نشه یي توکي په یو کرولا موټر کې ځای پرځای شوي وو.
چارواکي په داسې حال کې د ۵۵ كېلو ګرامه نشه یي توکو د نیولو خبر ورکوي، چې وړمه ورځ هم په یاده ولسوالۍ کې د ځانګړو عملیاتو پرمهال د پوډرو څلور فابریکې له منځه یوړل شوې.


