افغـانسـتان بــه د ټــرانــزیـت مــرکــز شـي، ځکـه پـه سيـمــه ييـزه کچــه پــه ځيـنــو ټـرانـزیتـي برخو کې د پرمختګ په حال کې دی. ويل کېږي چې دا پرمختګونه به په سيمه او نړۍ کې د ټرانزيتي لارو د پرمختګ سبب شي. تر اوسه افغانستان هم په کور دننه د ولايتونو تر منځ او هم په نړيواله کچه د ټرانزيتي کرښو په برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخ دی. سره له دې چې د تېرو۱۴کلونو په دوران کې په دې برخه کې ډېر ګامونه اخستل شوي، خو لاهم اوږده لاره په مخ کې لرو.
د تازه انکشاف له مخې په پام کې ده چې د ورېښمو لاره بېرته جوړه شي. په کابل کې د چین سفیر وايي که افغانستان د سیمې هېوادونو د نښلولو رول ونه لوبوي، د سیمې هېوادونه او بازارونه به څنډې ته شي. افغـانسـتان بــه د ټــرانــزیـت مــرکــز شـي، ځکـه پـه سيـمــه ييـزه کچــه پــه ځيـنــو ټـرانـزیتـي برخو کې د پرمختګ په حال کې دی. ويل کېږي چې دا پرمختګونه به په سيمه او نړۍ کې د ټرانزيتي لارو د پرمختګ سبب شي. تر اوسه افغانستان هم په کور دننه د ولايتونو تر منځ او هم په نړيواله کچه د ټرانزيتي کرښو په برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخ دی. سره له دې چې د تېرو۱۴کلونو په دوران کې په دې برخه کې ډېر ګامونه اخستل شوي، خو لاهم اوږده لاره په مخ کې لرو.
د تازه انکشاف له مخې په پام کې ده چې د ورېښمو لاره بېرته جوړه شي. په کابل کې د چین سفیر وايي که افغانستان د سیمې هېوادونو د نښلولو رول ونه لوبوي، د سیمې هېوادونه او بازارونه به څنډې ته شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وايي چې که د ورېښمو لاره له افغانستان څخه تېره نه شي، په سیمه کې به سوله ټينګه نه شي.
افغان او چینايي چارواکو دغه څرګندونې په کابل کې د ورېښمو لارې د بیا جوړولو په اړه په یوه جوړ شوي علمي سیمنار کې کړې دي.
په کابل کې د چین سفیر یاوجېنګ وايي چې د ورېښمو لارې بیارغونې ته چین کلک ژمن دی. نوموړی زياتوي چې دوی افغانستان د سیمې هېوادونو د اتصال یا نښلولو د سیمې په توګه پېژني: ((افغانستان په داسې ځای کې پروت دی چې د جنوبي، مرکزي او لویدیځې اسیا د اتصال ټکی بلل کېږي. پرته له دې د سیمې هېوادونه دومره د ارزښت وړ نه دي.))
د چين د سفیر په وینا همدا اوس افغانستان او چین د کال یو ملیارد ډالره راکړه ورکړه لري او هڅې روانې دي چې دا راکړه ورکړه نوره هم زیاته شي. ياوجېنګ وايي: ((ډېر ژر به له چین څخه مزار شریف ته رېل پټلۍ وغځول شي. له دې سره به سوداګریز توکي هم په ارزانه بیه بازارونو ته وړاندې شي. چين هڅه کوي چې په افغانستان کې خپله پانګونه لاپسې زیاته کړي.))
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خليل کرزی وايي چې د ورېښمو د لارې له غځولو سره به په سیمه کې اقتصادي فرصتونه زیات شي. هغه زیاته کړه چې اجرايي رییس به په نږدې راتلونکې کې چین ته سفر وکړي او د اقتصادي همکاریو تفاهملیک به له چینايي چارواکو سره لاسلیک کړي: ((ځينې مهم ټکي شته دي چې باید له افغانستان څخه د ورېښمو لاره تېره شي. که افغانستان په وچه کې پروت هېواد دی؛ نو د مرکزي اسیا هېوادونه هم همداسې پاتې کېدای شي. که دا لاره له افغانستان څخه تېره نه شي، په سیمه کې د سولې او پرمختګ فکر بې ځایه دی او په سیمه کې به جګړه همداسې روانه وي.))
خلیل کرزی وايي، د ورېښمو لار د سیمې له پاره د زیات اقتصادي ارزښت تر څنګ سیاسي او امنیتي اهمیت هم لري: ((تر هغه چې د ورېښمو لار له افغانستانه تېره نه شي سوله به د یوه لرې خوب په څېر وي او شخړې به په سیمه کې موجودې وي چې نه يوازې افغانستان، بلکې د سیمې هر هېواد به ګواښي، دواړه افغانستان او چین پلان لري چې د اقتصادي کمربند د بیارغولو له پاره هوکړه وکړي.))
په ورته وخت کې د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو رییس وحیدالله ویسي وايي، افغانستان د ورېښمو لارې په بیاجوړولو ډېره ګټه کوي، خو سیمهییزې منفي اقتصادي سیالۍ ته هم باید پام وکړي. دی وايي، افغان حکومت هڅه کوي څو په سیمه کې منفي اقتصادي سیالۍ پر مثبتې سیالۍ بدلې کړي چې د ورېښمو د لارې رغېدل یې ښه پیلامه کېدای شي.
تاریخپوهان وايي، د ورېښمو لاره شاوخوا دوه نیم زره کاله مخکې په سیمه او نړۍ کې د سوداګرۍ تر ټولو مهمه لار بلل شوې. دوی په دې باور دي چې دا لاره به د منځنۍ اسيا له پاره د لوی اقتصادي پرمختګ سبب شي.
د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړی او تاریخپوه استاد حبیبالله رفیع وايي، د ورېښمو تاریخي لاره له چین څخه د افغانستان له واخان څخه تېرېږي او مرکزي اسیا ته رسېږي. دا لاره له هنده د افغانستان له لارې چین ته غځېدلې وه او تر اروپا هم رسېدلې وه:(( د ورېښمو لاره له هنده راغلې وه چې بيا د جلالاباد پر لاره په ورېښمین تنګي تېرېده چې دا نوم یې هم له همدې ورېښمین تنګي څخه اخستی دی، کابل ته رارسېدله او بیا له کابله بلخ ته تلله، له بلخ نه یې یو ښاخ د چین پر لور تلو او بل خاښ یې د هرات پر لور غځېدلی و او هلته بيا له پولې اوښته. ))
موندنې ښيي چې په افغانستان کې د جګړو او ګډوډيو له کبله د ورېښمو لارې ته چندان پاملرنه نه ده شوې، خود مرکزي اسيا په ډېری هېوادونو کې پر دې کرښه د وسپنې پټلۍ تېرې شوې دي.
استاد رفیع وايي، داسې هم نه شي کېدای چې د ورېښمو زړې لارې دې قدم په قدم په هماغه پخواني تګلوري جوړې شي، بلکې بايد له دې ارزښت څخه استفاده وشي او د پخوا په څېر دې د ارزښت په سترګه ورته وکتل شي او د سوداګرۍ او راکړې ورکړې له پاره دې په عصري ډول او له لنډو سيمو څخه تېره شي: (( د ورېښمو لاره يو سمبولیک نوم او ارزښت دی؛ نو په پخوا وختونو کې چې په کومه لار تېره وه، په هغې بڼه بېرته نه احیا کېږي، خو دا په سمبولیک ډول داسې تعبیرېږي چې یو ځل بیا باید د سیمې هېوادونه د سوداګرۍ له لارې وتړل شي، یو بل ته مواد ولېږي او له یو بل سره د سوداګرۍ له لارې راکړه ورکړه ولري او دا سیمه بېرته د امنیت پر لور لاړه شي.))
د افغانستان د سوداګرۍ پخوانی وزیر انوارالحق احدي وايي چې د ورېښمو لارې له جوړولو نه هدف دا دی چې د وچې له لارې ختیځ او لویدیځ سره وتړل شي. نوموړی زياتوي چې له دې لارې د بیا راژوندي کولو له پاره د سړکونو او د اورګاډي د پټلیو پراخې شبکې د سیمې په هېوادونو کې موجودې دي، خو افغانستان ترې بې برخې دی:(( زموږ هدف دا دی چې دغه لارې سره وتړل شي، په افغانستان کې باید پانګونه وشي، هم سړک جوړ شي او هم د وسپنې لار چې موږ وکولای شو مالونه له یوه ځایه بل ځای ته انتقال کړو.)) احدي وايي، په افغانستان کې د ورېښمو د لارې د بیا راژوندي کولو له پاره ډېره ضروري ده چې يو مشخص پلان ورته جوړ شي چې دا کار به د هېواد د اقتصاد په پرمختګ کې ډېر ګټور تمام شي.
د اقتصادي چارو د کارپوهانو په باور د ورېښمو د لارې جوړېدل کولای شي؛ افغانستان له چین، هند، منځنۍ اسیا، ترکیې او حتا اروپایي هېوادونو سره وصل کړي. استاد امین فرهنګ وايي: (( زه هیله لرم چې دا کار به د هېواد د اقتصادي ودې له پاره یو ښه پیل شي؛ ځکه چې چین یو پياوړی اقتصادي هېواد دی او دې پروژې ته لېوالتیا لري؛ نو طبعاً چې چین نور هېوادونه هم هڅوي؛ د دې پروژې د کارونو د چټکتیا له پاره به د چین له لارې هندوستان او د منځني ختیځ له لارې ان ترکیې ته لارې وغځېږي؛ نو دغه ټول هېوادونه به افغانستان په یو لوی سوداګریز مرکز بدل کړي.))
که څه هم د فواید عامې وزارت د ورېښمو لارې جوړول د سختو غرونو له کبله ګرانبیه بولي؛ خو وايي، افغانستان اوږدمهاله اقتصادي ګټې ته په کتو حاضر دی چې یاده لاره جوړه کړي. هر کله چې د ورېښمو د لارې طرحه عملي شي؛ نو دغه لار د بدخشان واخان بندر د چین د سینکیانګ له ایالت سره نښلوي.
که څه هم د افغانستان د فواید عامې وزارت کم مالي امکانات د دې لارې د جوړولو پر وړاندې یوه ستونزه بولي او د دوی د معلوماتو له مخې د ورېښمو د لارې رغونه په ملیونونه ډالرو لګښت ته اړتیا لري، خو د چارو کارپوهان بیا وايي، د لویو لارو د جوړولو په برخه کې د چین نوی تخنیک کولای شي؛ یاده لاره په لږ وخت او کم مصرف سره جوړه کړي.
ريکا او ورېښم
د ورېښمو لارې د بیا جوړولو له پاره له ډېر وخت څخه هڅې روانې دي. په ۱۳۹۴لمريز کال کې هم د ورېښمو لارې د بیا جوړولو له پاره په کابل کې د ريکا په نوم لویه اقتصادي غونډه جوړه شوه چې په کې د افغانستان او شاوخوا هېوادونو د اقتصادي نښلېدو په بنسټیزو پروژو مهمې پرېکړې وشوې. دا غونډه د افغانستان له پاره د سیمهییزو اقتصادي همکاریو د سازمان یا ریکا شپږمه غونډه وه چې د همدې کال په سنبله کې جوړه شوه.
دې غونډې ته د شاوخوا اویا هېوادونو او سازمانونو لوړپوړي چارواکي رابلل شوي وو، د بهرنيو چارو وزارت په وينا دا غونډه «د ورېښمو لار د افغانستان په ذریعه» یادېده چې د برېښنا، وسپنې پټلۍ، ګازو او ځینو نورو مهمو پروژو د عملي کېدو په لارو چارو يې بحث وکړ، دوی پرېکړه وکړه چې د ورېښمو لاره دې د پخوا په څېر فعاله وي او هېوادونه دې سره وتړي.
د اقتصادي چارو کارپوهان بیا په دې باور دي چې افغان حکومت د ریکا له پخوانیو غونډو سمه ګټه نه ده اخستې. یو له دغو کارپوهانو څخه ابراهیم شمس دی، نوموړی وايي افغان حکومت باید دا ځل له مشخصې تګلارې سره هڅه وکړي چې د بنسټیزو پروژو د تطبیق زمینې ولټوي:(( که دلته هره اقتصادي پروژه کارېږي حالاتو ته په کتو يو لړ ستونزې هم شته، خو بیا هم که هره پروژه وي ټاپي، برېښنا او يا هم د وسپنې پټلۍ چې له نورو هېوادونو سره د افغانستان د نښلېدو سبب شي او افغانستان ته يې ګټه ورسېږي بايد کار او د فعاليت له پاره يې هڅه وشي.))


