چارواكي وايي، نن سهار د هلمند په نادعلي كې د سيمه ييزو پوليسو پر اكاډمۍ ځانمرګي موټر بم بريد كې ۳ پوليس وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان دي.
د هلمند د والي وياند په دې اړه كليد ته وويل، نن سهار اته نيمې بجې د نادعلي په دوراهۍ كې د سيمه ييزو پوليسو پر اكاډمۍ يو ځانمرګي د موټر بم په مرسته بريد كړى چې له كبله يې ۳ پوليس ځاى پر ځاى مړه شوي او د ښوونځي د دوه زده كوونكو په شمول ۱۲ كسان په دې بريد كې ټپيان شوي دي.
د هلمند ايمرجنسۍ روغتون چارواكي هم تاييدوي چې د پېښې له ځايه ۱۲ ټپيان ور وړل شوي دي. چارواكي وايي، نن سهار د هلمند په نادعلي كې د سيمه ييزو پوليسو پر اكاډمۍ ځانمرګي موټر بم بريد كې ۳ پوليس وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان دي.
د هلمند د والي وياند په دې اړه كليد ته وويل، نن سهار اته نيمې بجې د نادعلي په دوراهۍ كې د سيمه ييزو پوليسو پر اكاډمۍ يو ځانمرګي د موټر بم په مرسته بريد كړى چې له كبله يې ۳ پوليس ځاى پر ځاى مړه شوي او د ښوونځي د دوه زده كوونكو په شمول ۱۲ كسان په دې بريد كې ټپيان شوي دي.
د هلمند ايمرجنسۍ روغتون چارواكي هم تاييدوي چې د پېښې له ځايه ۱۲ ټپيان ور وړل شوي دي.
طالبانو د دغه بريد مسووليت پر غاړه اخستى او د دوى يو وياند قاري يوسف احمدي كليد ته دعوه كړې چې بريد كې يې زياتو سيمه ييزو پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې ده.


