ads

هاشمي: له اسلامي حزب سره په خبرو كې پرمختګ شوى، خوشبيني شته

جمهوري رياست ماڼۍ وايي، له حزب اسلامي سره د سولې په خبرو کې پرمختګ شوی او خوشبیني شته، چې دواړه لوري یوې ښې هوکړې ته سره ورسیږي.د ارګ د ويندويي دفتر دغه راز د سولې د څلور اړخیزو خبرو په اړه وايي، چې د سولې په تړاو د افغان حکومت دريځ څرګند او قاطع دی.د […]

نویسنده: TKG
25 غویی 1395
هاشمي: له اسلامي حزب سره په خبرو كې پرمختګ شوى، خوشبيني شته

جمهوري رياست ماڼۍ وايي، له حزب اسلامي سره د سولې په خبرو کې پرمختګ شوی او خوشبیني شته، چې دواړه لوري یوې ښې هوکړې ته سره ورسیږي.
د ارګ د ويندويي دفتر دغه راز د سولې د څلور اړخیزو خبرو په اړه وايي، چې د سولې په تړاو د افغان حکومت دريځ څرګند او قاطع دی.
د جمهور رئيس مرستیال ویاند سید ظفر هاشمي چې د شنبې په ورځ یې په کابل کې بريټانیا ته د جمهوررئيس غني د وروستي سفر په اړه خبریالانو ته معلومات ورکول وویل، چې د سولې په تړاو د خبرو دروازه به په هراز شرایطو کې خلاصه وي. جمهوري رياست ماڼۍ وايي، له حزب اسلامي سره د سولې په خبرو کې پرمختګ شوی او خوشبیني شته، چې دواړه لوري یوې ښې هوکړې ته سره ورسیږي.
د ارګ د ويندويي دفتر دغه راز د سولې د څلور اړخیزو خبرو په اړه وايي، چې د سولې په تړاو د افغان حکومت دريځ څرګند او قاطع دی.
د جمهور رئيس مرستیال ویاند سید ظفر هاشمي چې د شنبې په ورځ یې په کابل کې بريټانیا ته د جمهوررئيس غني د وروستي سفر په اړه خبریالانو ته معلومات ورکول وویل، چې د سولې په تړاو د خبرو دروازه به په هراز شرایطو کې خلاصه وي.
هغه د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د سولې خبرو په اړه وویل، له دغې ډلې سره د سولې په خبرو كې پرمختګ رامنځته شوی او حکومت ورته خوشبین دی: (( مهمه دا ده چې كله د سولې پروسه نهايي حد ته رسېږي او يا هم تفاهم صورت نيسي، زموږ ژمنتيا دا ده چې د افغانستان خلك ترې خبر كړو او همدا كار كوو.))
د جمهوررئيس د ویاند مرستیال دغه راز د سولې په اړه د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا د ګډو څلور اړخیزو خبرو په اړه وویل، د سولې په اړه د افغان حکومت دریځ څرګند دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د تیرې پنجشنبې په ورځ په دې اړه چمتوالی څرګند کړ؛ خو سید ظفر هاشمي په دې اړه د افغان حکومت دریځ پر خپل حال وباله: (( زموږ موقف ښكاره، څرګند او برحق دى، كه څلور جانبه غونډې وي، كه نړيوالې غونډې وي، موږ د  افغانانو غږ نړيوالو ته رسوو، موږ د سيمې له هېوادونو، له سيمې څخه بهر هېوادونو او ملګرو ملتونو څخه غواړو چې زموږ موقف ته پاملرنه وكړي او راسره خپلې ژمنې عملي كړي.))
له افغان حکومت سره د حزب اسلامي خبرې د تیرو دوو میاشتو دوام لري؛ خو په دې وروستیو کې ورته ځکه هیلې ډیرې شوي، چې د سولې عالي شورا وايي، له ۲۵ مادو یې په ډیرو سلا شوې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA