د کندهار د ټرافیکو مدیریت ۳۴۴ تنو ته چې اکثره يې د زرنج موټر سایکل چلوونکي وو، د موټر چلونې جوازونه ورکړل.
د کندهار د ټرافیکو مدیريت مسوولین وايي، له تېرو څو کلونو راهیسې يې د لایسنسونو د کورسونو لړۍ چټكه کړې او هره میاشت په سلګونه کسان له دې کورسونو فارغېږي.
د کندهار د ټرافیکو مدیر سمونوال محمد الله خان وايي، په روان لمریز کال کې يې دا دوهمه دوره فارغین دي چې تر عملي او نظري زده کړو وروسته يې د موټر چلونې جوازونه ترلاسه كړل. د کندهار د ټرافیکو مدیریت ۳۴۴ تنو ته چې اکثره يې د زرنج موټر سایکل چلوونکي وو، د موټر چلونې جوازونه ورکړل.
د کندهار د ټرافیکو مدیريت مسوولین وايي، له تېرو څو کلونو راهیسې يې د لایسنسونو د کورسونو لړۍ چټكه کړې او هره میاشت په سلګونه کسان له دې کورسونو فارغېږي.
د کندهار د ټرافیکو مدیر سمونوال محمد الله خان وايي، په روان لمریز کال کې يې دا دوهمه دوره فارغین دي چې تر عملي او نظري زده کړو وروسته يې د موټر چلونې جوازونه ترلاسه كړل.
نوموړي وویل، په دغه دوره کې ۳۷۹ تنو برخه اخیستې وه چې ځینې يې تر ازموینې وروسته ناکام شوي او ځینې يې غیر حاضر وو.
محمد الله خان وايي، تر ازموینې وروسته يې ۳۴۴ تنو ته د موټر چلونې جوازونه ورکړل.
د زرنج موټرسایکل چلوونكي او نور ګڼ موټروانان چې نن يې د موټر چلوني جوازونه ترلاسه کړل وايي، مخکې يې موټر زده و خو په هیڅ ډول قوانینو نه پوهېدل.
دوى وايي، دغه کورس کي ورته ټول ټرافیکي قوانین ورښودل شوي او په وینا یې چې د موټر چلونې پرمهال به يې مراعت کړي.
د ټرافیکو مدیریت مسوولین وايي، په تېر ۱۳۹۴ لمریز کال کې يې د ۵۰۰۰ په شاوخوا کې د موټر چلوني جوازونو تر عملي او نظري زده کړو وروسته توزيع کړي دي.


