ads

شينډنډ كې د طالبانو د دوه قومندانانو تر منځ جګړه، ۱۱ مړه، ۱۳ تپيان

د هرات په شينډنډ ولسوالۍ كې د طالبانو د دوه ډلو په خپلمنځي جګړه كې ۱۱ وسله وال وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي.د هرات ځايي چارواكي وايي، دا نښته تېره شپه د شينډنډ په زيركوه كې د ملا ننګيالي او ملا صمد د وسله والو تر منځ د رهبرۍ پر سر د اختلافاتو […]

نویسنده: TKG
25 غویی 1395
شينډنډ كې د طالبانو د دوه قومندانانو تر منځ جګړه، ۱۱ مړه، ۱۳ تپيان

د هرات په شينډنډ ولسوالۍ كې د طالبانو د دوه ډلو په خپلمنځي جګړه كې ۱۱ وسله وال وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي.
د هرات ځايي چارواكي وايي، دا نښته تېره شپه د شينډنډ په زيركوه كې د ملا ننګيالي او ملا صمد د وسله والو تر منځ د رهبرۍ پر سر د اختلافاتو له كبله رامنځته شوې ده.
د خوست د والي وياند جيلاني فرهاد په دې اړه يو خبري كنفرانس ته وويل، په نښته كې د ملا ننګيالي د ډلې ۵ او د ملا صمد د ډلې ۶ وسله وال وژل شوي دي د هرات په شينډنډ ولسوالۍ كې د طالبانو د دوه ډلو په خپلمنځي جګړه كې ۱۱ وسله وال وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي.
د هرات ځايي چارواكي وايي، دا نښته تېره شپه د شينډنډ په زيركوه كې د ملا ننګيالي او ملا صمد د وسله والو تر منځ د رهبرۍ پر سر د اختلافاتو له كبله رامنځته شوې ده.
د خوست د والي وياند جيلاني فرهاد په دې اړه يو خبري كنفرانس ته وويل، په نښته كې د ملا ننګيالي د ډلې ۵ او د ملا صمد د ډلې ۶ وسله وال وژل شوي دي: (( په دې وژل شويو كې د څلورو طالبانو جسدونه غوريانو ته وړل شوي دي، ۱۳ نور تپيان هم دي او جګړه هم په سيمه كې ختمه شوې ده.))
سږ كال دا پنځم ځل دى چې د ملا صمد او ملا ننګيالي وسله وال طالبان د هرات په شينډنډ كې يو پر بل خپل زور ازمايي.
د طالبانو رهبرۍ لا تر اوسه د دغو دواړو قومندانانو تر منځ د جګړو په اړه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA