ads

د جلال اباد ښار د لومړۍ امنيتي حوزې امر له دندې ګوښه شو

د ننګرهار ولايت د مرکز جلال اباد ښار د لومړۍ امنيتي حوزې اړونده سيمه كې د انسان تښتونې پېښې د رامنځته کېدو له كبله د دغې امنيتي حوزې امر شېر حسن شېرزاد له دندې ګوښه کړاى شو.د ننګرهار امنيه قوماندانۍ له لوري دمګړۍ هدايت الله د يادې امنيتي حوزې د سرپرست په توګه ټاکل شوى […]

نویسنده: TKG
25 غویی 1395
د جلال اباد ښار د لومړۍ امنيتي حوزې امر له دندې ګوښه شو

د ننګرهار ولايت د مرکز جلال اباد ښار د لومړۍ امنيتي حوزې اړونده سيمه كې د انسان تښتونې پېښې د رامنځته کېدو له كبله د دغې امنيتي حوزې امر شېر حسن شېرزاد له دندې ګوښه کړاى شو.
د ننګرهار امنيه قوماندانۍ له لوري دمګړۍ هدايت الله د يادې امنيتي حوزې د سرپرست په توګه ټاکل شوى دى.
د ننګرهار نظامي شورا پرېکړه کړې، چې د مرکز او ولسواليو هغه مسوولين، چې په دندو کې پاتې راشي، له دندو به يې ګوښه كړي او پر ځاى به يې وړ او مسلکي کسان په دندو وګوماري. د ننګرهار ولايت د مرکز جلال اباد ښار د لومړۍ امنيتي حوزې اړونده سيمه كې د انسان تښتونې پېښې د رامنځته کېدو له كبله د دغې امنيتي حوزې امر شېر حسن شېرزاد له دندې ګوښه کړاى شو.
د ننګرهار امنيه قوماندانۍ له لوري دمګړۍ هدايت الله د يادې امنيتي حوزې د سرپرست په توګه ټاکل شوى دى.
د ننګرهار نظامي شورا پرېکړه کړې، چې د مرکز او ولسواليو هغه مسوولين، چې په دندو کې پاتې راشي، له دندو به يې ګوښه كړي او پر ځاى به يې وړ او مسلکي کسان په دندو وګوماري.
د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر وايي، چې والي سليم کندوزي د امنيه قوماندانۍ د دغه اقدام هرکلى کړى او ډاډ يې ترلاسه کړى، چې د پوليسو په ليکو کې به تر دې وروسته نور هم لازم ښه والى راشي، چې په ترڅ کې به يې د انسان تښتونې پېښو د مخنيوي ترڅنګ په امنيتي وضعيت کې هم مثبت بدلون رامنځته شي.
د يادونې وړ ده، چې د روانې غويي مياشتې په ۲۲مه نېټه د جلال اباد ښار د لومړۍ امنيتي حوزې اړونده سيمه كې يو تن د نامعلومو کسانو له لوري تښتول شوى و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA