په خوست كې د كركټ د چمپين ټرافي سياليو اتلولي محمد خان کلب په خپل نوم کړه.
هغه سيالۍ، چې د خوست د کرکټ په شخصي لوبغالي کې پيل شوې وې، پکې د هېواد له بېلابېلو ولايتونو لوبغاړو او لوبډلو برخه اخيستې وه.
د خوست د المپيک امريت مسوولين وايي، د يادو سياليو پاى لوبې ته د محمد خان کلب او نورعلي ځدراڼ الېون سټار لوبډلو لاره پيدا کړې وه او پرون ترسره شوه. په خوست كې د كركټ د چمپين ټرافي سياليو اتلولي محمد خان کلب په خپل نوم کړه.
هغه سيالۍ، چې د خوست د کرکټ په شخصي لوبغالي کې پيل شوې وې، پکې د هېواد له بېلابېلو ولايتونو لوبغاړو او لوبډلو برخه اخيستې وه.
د خوست د المپيک امريت مسوولين وايي، د يادو سياليو پاى لوبې ته د محمد خان کلب او نورعلي ځدراڼ الېون سټار لوبډلو لاره پيدا کړې وه او پرون ترسره شوه.
د لوبې پچه د محمد خان كلب لوبډلې وګټله او لومړى يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
د نور علي ځدراڼ الېون سټار لوبډلې په ټاکل شوو شلو اورونو کې سيالې لوبډلې ته ۱۴۷ منډې هدف وټاكه، خو د محمد خان کلب لوبډلې ورکړل شوى هدف په نولسم اور کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ.
د سياليو په پاى کې اتلې لوبډلې ته ۷۰۰ امريکايي ډالره د جايزې په توګه ورکړل شول.


