ads

افغان ځواكونو، ننګرهار كې د پوډرو څلور فابريکې له منځه يوړې

د ننګرهار د شېرزادو ولسوالۍ په ملالې غونډۍ كلي کې د امنيتي ځواكونو ۲۲ ساعته ځانګړو عملياتو کې، چې تېره ورځ پيل شوي وو، د پوډرو څلور فابريکې له منځه يوړل شوې .د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې په ياده سيمه کې ۲۵ ميله کلاشينکوفونه، […]

نویسنده: TKG
25 غویی 1395
افغان ځواكونو، ننګرهار كې د پوډرو څلور فابريکې له منځه يوړې

د ننګرهار د شېرزادو ولسوالۍ په ملالې غونډۍ كلي کې د امنيتي ځواكونو ۲۲ ساعته ځانګړو عملياتو کې، چې تېره ورځ پيل شوي وو، د پوډرو څلور فابريکې له منځه يوړل شوې .
د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې په ياده سيمه کې ۲۵ ميله کلاشينکوفونه، دوه ميله تومانچې، يو عراده ډاډسن ډوله موټر او يو عراده موټر سايکل هم له منځه تللي دي . د ننګرهار د شېرزادو ولسوالۍ په ملالې غونډۍ كلي کې د امنيتي ځواكونو ۲۲ ساعته ځانګړو عملياتو کې، چې تېره ورځ پيل شوي وو، د پوډرو څلور فابريکې له منځه يوړل شوې .
د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې په ياده سيمه کې ۲۵ ميله کلاشينکوفونه، دوه ميله تومانچې، يو عراده ډاډسن ډوله موټر او يو عراده موټر سايکل هم له منځه تللي دي .
د سرچينې په وينا، د له منځه وړل شوو فابريکو دوه د مشهور قاچاقبر جمعه خان، يوه يې د محمد اغا او بله يې د حضرت په نوم د قاچاقبرانو وې .
سرچينه وايي، يادې فابريکې د امنيتي منسوبينو له لوري په بمونو الوځول شوي او له همدې كبله د له منځه وړل شوو نشه يي توکو اندازه معلومه نه ده.
سرچينه زياتوي، د يادو فابريکو دوه تنه کار کوونکي په ټپي حالت کې د امنيتي منسوبينو له لوري نيول شوي، چې دا مهال تر درملنې لاندې دي .
د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر وايي، چې په ترسره شوو عملياتو کې ملکي وګړو او امنيتي منسوبينو ته کوم زيان نه دى اوښتى .

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA