په چین کې د سختو سیلابونو، تیز باران او توندو بادونو له امله ۶۶ کسان مړه شوي او له ۴ میلیونو د ډیرو نورو خلکو ژوند یې له خطر سره مخ کړی دی.
د چین د مدني امورو وزارت نن په یو بیان کې د دغو بارانونو او توفانونو له امله د اوښتو تلفاتو او زیانونو راپور نشر کړ، چې تر ډیره یې ختیځې، سویلي، سویل ختیځې او سویل لویدیځې برخې زیانمنې کړې دي.
په یاد بیان کې دغه راز ویل شوي، چې د توند باد او سیلاب له امله ۱۱ نور کسان لا تر اوسه نا درکه شوي دي او دغه راز یې د ۴ میلیونه ۶۵۰ زره وګړو ورځنی ژوند په ټپه درولی دی. په چین کې د سختو سیلابونو، تیز باران او توندو بادونو له امله ۶۶ کسان مړه شوي او له ۴ میلیونو د ډیرو نورو خلکو ژوند یې له خطر سره مخ کړی دی.
د چین د مدني امورو وزارت نن په یو بیان کې د دغو بارانونو او توفانونو له امله د اوښتو تلفاتو او زیانونو راپور نشر کړ، چې تر ډیره یې ختیځې، سویلي، سویل ختیځې او سویل لویدیځې برخې زیانمنې کړې دي.
په یاد بیان کې دغه راز ویل شوي، چې د توند باد او سیلاب له امله ۱۱ نور کسان لا تر اوسه نا درکه شوي دي او دغه راز یې د ۴ میلیونه ۶۵۰ زره وګړو ورځنی ژوند په ټپه درولی دی.
دغه وزارت وايي، تر اوسه یې ۱۰۰ کسان له یادو سیمو څخه امنو ځایونو ته انتقال کړي دي.


