ads

په پچير اګام كې بې پېلوټه بريد، د طالبانو ولسوال مړ، ساتونكى يې ټپي

د ننګرهار په پچیراګام ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ كې د دغې ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال وژل شوی دی.د ننګرهار ولایت مقام مطبوعاتي دفتر له لوري کلید ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه بې پیلوټه برید نن سهار شاوخوا لس نیمې بجې د پچير اګام ولسوالۍ په […]

نویسنده: TKG
23 غویی 1395
په پچير اګام كې بې پېلوټه بريد، د طالبانو ولسوال مړ، ساتونكى يې ټپي

د ننګرهار په پچیراګام ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ كې د دغې ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال وژل شوی دی.
د ننګرهار ولایت مقام مطبوعاتي دفتر له لوري کلید ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه بې پیلوټه برید نن سهار شاوخوا لس نیمې بجې د پچير اګام ولسوالۍ په زرمه خیلو سیمه کې شوی دی.
د خبرپاڼې په حواله په برید کې د امین جان په نامه د یادې ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال وژل شوی او د هغه یو ساتونکی ټپي شوی دی.
خبرپاڼه کاږي، چې په برید کې د وسله والو یو کرولا ډوله موټر هم له منځه تللی دی. د ننګرهار په پچیراګام ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ كې د دغې ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال وژل شوی دی.
د ننګرهار ولایت مقام مطبوعاتي دفتر له لوري کلید ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه بې پیلوټه برید نن سهار شاوخوا لس نیمې بجې د پچير اګام ولسوالۍ په زرمه خیلو سیمه کې شوی دی.
د خبرپاڼې په حواله په برید کې د امین جان په نامه د یادې ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال وژل شوی او د هغه یو ساتونکی ټپي شوی دی.
خبرپاڼه کاږي، چې په برید کې د وسله والو یو کرولا ډوله موټر هم له منځه تللی دی.
بلخوا تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA