ads

فيصل: له كاسا زر پروژې كابل د كال ۳۰۰ ميګا واټه برېښنا او ۴۵ ميليونه ډالر ترلاسه كوي

د حکومت اجرائیه ریاست وايي، چې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې په مرسته به نه یوازې ګڼ شمیر افغانان د بریښنا له سهولته برخمن شي، بلکې هر کال به  ۴۵ میلیون ډالر عاید هم لاسته راوړي.د دغې پروژې د پرانستې لپاره اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله پرون د یو پلاوي په مشرۍ د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې […]

نویسنده: TKG
23 غویی 1395
فيصل: له كاسا زر پروژې كابل د كال ۳۰۰ ميګا واټه برېښنا او ۴۵ ميليونه ډالر ترلاسه كوي

د حکومت اجرائیه ریاست وايي، چې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې په مرسته به نه یوازې ګڼ شمیر افغانان د بریښنا له سهولته برخمن شي، بلکې هر کال به  ۴۵ میلیون ډالر عاید هم لاسته راوړي.
د دغې پروژې د پرانستې لپاره اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله پرون د یو پلاوي په مشرۍ د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې ته ورسید او هلته یې له یو شمیر تاجک چارواکو سره ولیدل. د حکومت اجرائیه ریاست وايي، چې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې په مرسته به نه یوازې ګڼ شمیر افغانان د بریښنا له سهولته برخمن شي، بلکې هر کال به  ۴۵ میلیون ډالر عاید هم لاسته راوړي.
د دغې پروژې د پرانستې لپاره اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله پرون د یو پلاوي په مشرۍ د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې ته ورسید او هلته یې له یو شمیر تاجک چارواکو سره ولیدل.
د اجرائیه ریاست ویاند جاوید فیصل وویل، چې یاده پروژه نن پرانستل شوه، چې په کې د اجرایه رییس سربیره، د تاجکستان، قرغزستان او پاکستان لوړپوړو چارواکو هم ګډون درولود: (( دغه ډول پروژې د افغانستان د انرژۍ د ودې لپاره حياتي ارزښت لري، افغانستان نه يوازې له دې پروژې څخه د كال درې سوه ميګا واټه بريښنا ترلاسه كوي، بلكې له پاكستان څخه يې هم ۴۵ مليونه حق العبور ترلاسه كوو.))
د اجرائیه ریاست ویاند دغه راز یاده پروژه د افغانستان د امنیت لپاره هم ګټوره وبلله؛ ځکه په خبره یې هغه هیوادونه چې په دغه پروژه کې شامل دي، د خپلو ګټو په خاطر به د افغانستان د امنیت لپاره هڅې کوي: ((دا پروژه زموږ امنيت هم تامينوي، هغه هېوادونه چې په دې پروژه كې شريك دي هغوى به د پروژې اړوندو سيمو كې د امنيت د ټينګښت په برخه كې د افغانستان د هڅو ملاتړ كوي.))
په کاسا زر پروژه کې د افغانستان له لارې له قرغیزستان او تاجکستان څخه پاکستان ته زر میګا واټ برېښنا لیږدول کیږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA