ads

غني خېل: د سيمه ييزو پوليسو پر پوسته ځانمرګى بريد، ۱ سرتېرى مړ ۷ ملكيان ټپيان

دوهم تعقيب: د ننګرهار غني خیلو ولسوالۍ کې د ځانمرګي برید له امله د سیمه ییزو پولیسو یو قوماندان وژل شوی او ۷ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.د ننګرهار ولایت یو ویاند نور احمد حبیبي کلید ته وویل، ځانمرګی برید نن شاوخوا ۱۱ بجې د دغې ولسوالۍ د روغتیايي کلینک ترڅنګ د سیمه ييزو پولیسو […]

نویسنده: TKG
23 غویی 1395

دوهم تعقيب: د ننګرهار غني خیلو ولسوالۍ کې د ځانمرګي برید له امله د سیمه ییزو پولیسو یو قوماندان وژل شوی او ۷ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د ننګرهار ولایت یو ویاند نور احمد حبیبي کلید ته وویل، ځانمرګی برید نن شاوخوا ۱۱ بجې د دغې ولسوالۍ د روغتیايي کلینک ترڅنګ د سیمه ييزو پولیسو پر یوه پوسته شوی.
د حبیبي د معلوماتو له مخې په پيښه کې د سیمه ییزو پولیسو یو قوماندان وژل شوی او تنه ملکي وګړي ټپيان شوي دي دوهم تعقيب: د ننګرهار غني خیلو ولسوالۍ کې د ځانمرګي برید له امله د سیمه ییزو پولیسو یو قوماندان وژل شوی او ۷ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د ننګرهار ولایت یو ویاند نور احمد حبیبي کلید ته وویل، ځانمرګی برید نن شاوخوا ۱۱ بجې د دغې ولسوالۍ د روغتیايي کلینک ترڅنګ د سیمه ييزو پولیسو پر یوه پوسته شوی.
د حبیبي د معلوماتو له مخې په پيښه کې د سیمه ییزو پولیسو یو قوماندان وژل شوی او تنه ملکي وګړي ټپيان شوي دي: (( بريد يو كلينيك ته نږدې د محلي پوليسو په پوسته ترسره شوى، يو ساتونكى وژل شوى، اووه ملكي وګړي په لاره تېرېدل هغوى ټپي شوي، ټپيان شفاخانې ته رارسول شوي او درملنه يې روانه ده.))
بلخوا تر اوسه په دې اړه د دولت کومې مخالفې وسله والې ډلې څه نه دي ویلي.
د یادولو وړ ده، چې د تیرې سه شنبې په ورځ د دغه ولایت په بله ولسوالۍ نازیانو کې هم د ولسي پاڅون کوونکو په یو قوماندان ځانمرګی برید شوی و، چې له امله یې ۳۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA