عراقي رسنۍ وايي، د دې هېواد په پلازمېنه بغداد کې د پرونیو پرلپسې چاودنو له امله د مړو شویو کسانو شمیر ۹۴ تنو ته پورته شوی دی.
ویل کیږي، دغو موټر بم او ځانمرګو بریدونو کې ۱۵۰ کسان ټپيان شوي هم دي.
دغه چاودنې په وقفه يي ډول په الصدر، الجامعه او الکاظمیه سیمو كې شوي، چې تر ټولو خطرناکه هغه یې د الصدر ښارګوټي موټر بم چاودنه وه.
راپورونه وايي، د صدر ښارګوټي له ګڼې ګوڼې په یوه ډکه سیمه کې د موټر بم چاودنې له امله ۶۴ کسان وژل شوي او ۸۲ نور ټپيان دي، چې له ډلې یې ۱۲ ماشومان او ۹ ښځې دي. عراقي رسنۍ وايي، د دې هېواد په پلازمېنه بغداد کې د پرونیو پرلپسې چاودنو له امله د مړو شویو کسانو شمیر ۹۴ تنو ته پورته شوی دی.
ویل کیږي، دغو موټر بم او ځانمرګو بریدونو کې ۱۵۰ کسان ټپيان شوي هم دي.
دغه چاودنې په وقفه يي ډول په الصدر، الجامعه او الکاظمیه سیمو كې شوي، چې تر ټولو خطرناکه هغه یې د الصدر ښارګوټي موټر بم چاودنه وه.
راپورونه وايي، د صدر ښارګوټي له ګڼې ګوڼې په یوه ډکه سیمه کې د موټر بم چاودنې له امله ۶۴ کسان وژل شوي او ۸۲ نور ټپيان دي، چې له ډلې یې ۱۲ ماشومان او ۹ ښځې دي.
د دغو چاودنو مسوولیت د داعش وسله والې ډلې په غاړه اخیستی دی.


