افغان ځواكونه وايي، د هلمند سنګین او نادعلي ولسوالیو کې يې د عملياتو په ترڅ كې ۳۳ وسله وال وژلي، ۵ ټپيان او ۱ يې ژوندى نيولى دى.
د هلمند له ۲۱۵ ميوند قول اردو څخه كليد ته را استول شوې خبرپاڼه وايي، دا عمليات چې خنجر صفر ۱۳ نومېږي، افغان ځواكونو په كې تر اوسه له طالبانو ګڼې سيمې نيولي
سرچينه وايي، د هلمند په سنګين كې ۲۳ وسله وال وژل شوي او يو ژوندى نيول شوى، خو په ناد علي كې بيا له ګډو امنيتي ځواكونو سره په جګړه كې ۱۰ وسله وال وژل شوي او ۵ ټپيان دي. افغان ځواكونه وايي، د هلمند سنګین او نادعلي ولسوالیو کې يې د عملياتو په ترڅ كې ۳۳ وسله وال وژلي، ۵ ټپيان او ۱ يې ژوندى نيولى دى.
د هلمند له ۲۱۵ ميوند قول اردو څخه كليد ته را استول شوې خبرپاڼه وايي، دا عمليات چې خنجر صفر ۱۳ نومېږي، افغان ځواكونو په كې تر اوسه له طالبانو ګڼې سيمې نيولي
سرچينه وايي، د هلمند په سنګين كې ۲۳ وسله وال وژل شوي او يو ژوندى نيول شوى، خو په ناد علي كې بيا له ګډو امنيتي ځواكونو سره په جګړه كې ۱۰ وسله وال وژل شوي او ۵ ټپيان دي.
چارواكو ويلي، افغان ځواكونو په نادعلي كې ۴ كړۍ ماينونه هم كشف او خنثى كړي، خو د عملياتو په اړه وايي، تر هغې به د خنجر عمليات پاى ته ونه رسوي چې په سيمه كې يې طالبان په بشپړ ډول له منځه نه وي وړي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.


