ads

د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ كې چاودنه، تلفات نامعلوم

نن شاوخوا ۱۱ بجې د ننګرهار غني خیلو ولسوالۍ کې چاودنه شوې، چې چارواکي په کې د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکوي.د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر کلید ته پيښه تایید کړې او د مرګ ژوبلې پخلی یې هم کړی؛ خو د شمیر په اړه یې څه نه دي ویلي.په سیمه کې یو عیني شاهد کلید […]

نویسنده: TKG
23 غویی 1395
د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ كې چاودنه، تلفات نامعلوم

نن شاوخوا ۱۱ بجې د ننګرهار غني خیلو ولسوالۍ کې چاودنه شوې، چې چارواکي په کې د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکوي.
د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر کلید ته پيښه تایید کړې او د مرګ ژوبلې پخلی یې هم کړی؛ خو د شمیر په اړه یې څه نه دي ویلي.
په سیمه کې یو عیني شاهد کلید ته د نوم او غږ نه خپراوي په شرط وویل، چې یاده چاودنه د ځانمرګي بریدګر لخوا د غني خیلو ولسوالۍ د روغتیايي کلینک ترڅنګ پر یوې امنیتي پوستې شوې ده. نن شاوخوا ۱۱ بجې د ننګرهار غني خیلو ولسوالۍ کې چاودنه شوې، چې چارواکي په کې د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکوي.
د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر کلید ته پيښه تایید کړې او د مرګ ژوبلې پخلی یې هم کړی؛ خو د شمیر په اړه یې څه نه دي ویلي.
په سیمه کې یو عیني شاهد کلید ته د نوم او غږ نه خپراوي په شرط وویل، چې یاده چاودنه د ځانمرګي بریدګر لخوا د غني خیلو ولسوالۍ د روغتیايي کلینک ترڅنګ پر یوې امنیتي پوستې شوې ده.
هغه وویل، په چاودنه کې د پوستې قوماندان وژل شوی او ۶ کسان چې ډیری یې ملکي وګړي دي ټپيان شوي دي.
د پيښې مسولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.
د جزیاتو لپاره له کلید سره اوسئ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA