د كندهار مرستيال والي عبدالعلي شمسي د کابل- کندهار د وروستۍ د خونړۍ ټرافيکي پيښې له ټپيانو سره د ۵ لکه افغانيو مرسته وکړه.
تېره يکشنبه د کابل- کندهار پر لويه لار د دوو ۳۰۳ ډوله موټرونو او يوه ټانکر موټر تر منځ د ټكر له امله لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
د کندهار له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کي راغلي چي مرستیال والي عبدالعلي شمسي ۵ لکه افغانۍ د یادې پیښې له ټپیانو سره مرسته وکړه او هر ټپي کس ته یي ۵۰ زره افغانۍ ورکړې. د كندهار مرستيال والي عبدالعلي شمسي د کابل- کندهار د وروستۍ د خونړۍ ټرافيکي پيښې له ټپيانو سره د ۵ لکه افغانيو مرسته وکړه.
تېره يکشنبه د کابل- کندهار پر لويه لار د دوو ۳۰۳ ډوله موټرونو او يوه ټانکر موټر تر منځ د ټكر له امله لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
د کندهار له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کي راغلي چي مرستیال والي عبدالعلي شمسي ۵ لکه افغانۍ د یادې پیښې له ټپیانو سره مرسته وکړه او هر ټپي کس ته یي ۵۰ زره افغانۍ ورکړې.
دا په داسي حال کي ده چي جمهور رئيس غني څو ورځي مخکي له طبيعي پيښو سره د مبارزې وزير ته امر کړی و چي د دې پيښي له قربانيانو سره نقدي مرسته وکړي.


