ads

ملي امنيت، لغمان كې ۹ وسله وال مخالفين او ۴ غله نيولي دي

د لغمان ولایتي چارواکي وایي، د ملي امنیت ځواکونو په یو لړ ځانګړو عملیاتو کې د ترهګرو د یوې ډلې په ګډون ۱۳ کسان نیولي دي.چارواکي وایي، دغه وسله وال او غله په تیره یوه اوونۍ  کې د بیلابیلو عملیاتو پرمهال نیول شوې دي.د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک کلید ته وویل، د ملي […]

نویسنده: TKG
22 غویی 1395
ملي امنيت، لغمان كې ۹ وسله وال مخالفين او ۴ غله نيولي دي

د لغمان ولایتي چارواکي وایي، د ملي امنیت ځواکونو په یو لړ ځانګړو عملیاتو کې د ترهګرو د یوې ډلې په ګډون ۱۳ کسان نیولي دي.
چارواکي وایي، دغه وسله وال او غله په تیره یوه اوونۍ  کې د بیلابیلو عملیاتو پرمهال نیول شوې دي.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک کلید ته وویل، د ملي امنیت ځواکونو په تېره یوه اوونۍ کې د بیلا بیلو علمیاتو پرمهال هغه ۹ کسیزه وسله واله ډله نیولې، چې په دغه ولایت کې د بیلا بیلو ورانکاره پیښو په ترسره کولو کې یې لاس درلود. د لغمان ولایتي چارواکي وایي، د ملي امنیت ځواکونو په یو لړ ځانګړو عملیاتو کې د ترهګرو د یوې ډلې په ګډون ۱۳ کسان نیولي دي.
چارواکي وایي، دغه وسله وال او غله په تیره یوه اوونۍ  کې د بیلابیلو عملیاتو پرمهال نیول شوې دي.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک کلید ته وویل، د ملي امنیت ځواکونو په تېره یوه اوونۍ کې د بیلا بیلو علمیاتو پرمهال هغه ۹ کسیزه وسله واله ډله نیولې، چې په دغه ولایت کې د بیلا بیلو ورانکاره پیښو په ترسره کولو کې یې لاس درلود.
ځواک زياتوي، د یو لړ نورو ځانګړو عملیاتو پرمهال یې هغه ۴ وسله وال غله هم نیولي، چې څه موده وړاندې یې د نورستان ولایت د پولیسو تنخواوې غلا کړې وي.
د لغمان ولایتي چارواکي په داسې حال کې د یو شمیر لاسته راوړنو خبره کوي، چې وړمه شپه هم په دغه ولایت کې د وسله والو او افغان ځواکونو په نښه کې دريو تنو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA