ads

كندوز: والي د علي اباد پر دولتي ځمكو ودان كورونه ونړول

د كندوز چارواكي وايي، د دې ولايت په علي اباد ولسوالۍ كې يې لسګونه هغه كورونه ونړول چې زورواكانو په خپل سر دولتي ځمكو كې جوړ كړي وو. د کندوز والي اسدالله عمرخېل نن له یو شمېر دولتي چارواکو سره په علي اباد ولسوالۍ كې د هغو کورونو ورانولو پسې تللی و چې د زورواکو […]

نویسنده: TKG
22 غویی 1395
كندوز: والي د علي اباد پر دولتي ځمكو ودان كورونه ونړول

د كندوز چارواكي وايي، د دې ولايت په علي اباد ولسوالۍ كې يې لسګونه هغه كورونه ونړول چې زورواكانو په خپل سر دولتي ځمكو كې جوړ كړي وو.
د کندوز والي اسدالله عمرخېل نن له یو شمېر دولتي چارواکو سره په علي اباد ولسوالۍ كې د هغو کورونو ورانولو پسې تللی و چې د زورواکو لخوا د علی اباد ولسوالې په دولتي ځمکه کې  پخپل سر جوړ شوي وو.
د کندز والی اسدالله عمرخیل له رسنیو سره په خبرو کې وویل هیچا ته به دا  اجازه ورنه کړي چې دولتي ځمکې غصب کړي. د كندوز چارواكي وايي، د دې ولايت په علي اباد ولسوالۍ كې يې لسګونه هغه كورونه ونړول چې زورواكانو په خپل سر دولتي ځمكو كې جوړ كړي وو.
د کندوز والي اسدالله عمرخېل نن له یو شمېر دولتي چارواکو سره په علي اباد ولسوالۍ كې د هغو کورونو ورانولو پسې تللی و چې د زورواکو لخوا د علی اباد ولسوالې په دولتي ځمکه کې  پخپل سر جوړ شوي وو.
د کندز والی اسدالله عمرخیل له رسنیو سره په خبرو کې وویل هیچا ته به دا  اجازه ورنه کړي چې دولتي ځمکې غصب کړي.
د کندوز ولایت د علي اباد ولسوالۍ یو شمیر اوسیدونکي په غصب شویو ځمکو کې د کورونو نړولو ته خوښ دي خو وایي، بې  کوره شويو خلکو ته د ځمکو نه ویش او دوى ته د ځانګړو ښارګوټو نه جوړېدلو ستونزې، يو شمېر كورنيو ته زمينه برابره كړې د دولتي ځمكو پر غصب لاس پورې كړي او كورونه پرې جوړ كړي.
د کندز والي اسدالله عمرخیل د علي اباد ولسوالۍ د اوسیدونکو په ځواب کې وایي، غصب ته په هېڅ صورت اجازه نه وركوي خو د هغو كورنيو لپاره چې مستحقې او بې ځايه شوې دي، ډېر ژر په ۵۰۰ جريبه ځمكه ښارګوټى جوړوي.
دا په داسې حال كې ده چې د کندوز چارواكي وايي، په دې جګړه ځپلي ولايت كې همدا اوس نږدې اته زره جريبه دولتي ځمكه تر غصب لاندې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA