په كندهار كې د ښځو چارو، اطلاعات و فرهنګ، عامې روغتيا، كار او ټولنيزو چارو او د پوهنې رياست يو ګډ كمسيون جوړ كړى چې په زندان كې به د ښځينه بنديانو حالت څېړي او د ماشومانو د روزنې لپاره به يې فعاليت كوي.
په دې اړه د كندهار له ولايت مقام څخه راغلي راپورونه وايي، چې د دغو رياستونو مشرانو په دې اړه يوه غونډه كې پرېكړه كړې چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي او زده كړو ته د ماشومانو د لېږلو په اړه به يو كمپاين هم پيلوي. په كندهار كې د ښځو چارو، اطلاعات و فرهنګ، عامې روغتيا، كار او ټولنيزو چارو او د پوهنې رياست يو ګډ كمسيون جوړ كړى چې په زندان كې به د ښځينه بنديانو حالت څېړي او د ماشومانو د روزنې لپاره به يې فعاليت كوي.
په دې اړه د كندهار له ولايت مقام څخه راغلي راپورونه وايي، چې د دغو رياستونو مشرانو په دې اړه يوه غونډه كې پرېكړه كړې چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي او زده كړو ته د ماشومانو د لېږلو په اړه به يو كمپاين هم پيلوي.
په غونډه كې د كندهار د ښځو چارو رئيسې رقيه اڅكزۍ په تېرو دريو مياشتو كې ورسره د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالي د دوسيو راپور واوروه، د عامې روغتيا رياست هم په دې برخه كې معلومات وركړل، خو د معارف رياست بيا وړانديز وكړ چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي او د ماشومانو د زده كړو په برخه كې دې د عامه پوهاوي لړۍ هم پيل شي.
غونډې ته د مجلس د خبرو په تاييد، د كندهار والي ويلي چې د اطلاعات و فرهنګ رياست له دې وروسته مكلف دى چې په سيمه ييزو رسنيو كې د ښځو د حقونو، ټولنيز ژوند او كورني ژوند د ښه تنظيم په اړه خپرونې زياتې كړي او همدا راز خلكو ته د خپلو اولادونو د سمې روزنې او زده كړې د ګټو په اړه عامه پوهاوى پيل كړي.


