امنیتي چارواکي، د غزني په مرکز او ولسوالیو كې له تېرې شپې راهیسې د وسله والو نښتو او ماین چاودنو په پایله کې ۲۱ وسله والو مخالفینو او ۵ امنیتي منسوبینو ته د مرګ ژوبلي اوښتو خبر ورکوي.
د غزني د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر اسدالله شجاعي کلید ته وویل، تېره شپه وسله والو مخالفینو د دې ولایت د زنخان، خواجه عمري او قره باغ ولسوالیو په اړوندو کي د پولیسو پر پوستو بریدونه کړي چې د امنیتي ځواکونو له لوري پر شا تمبول شوي . امنیتي چارواکي، د غزني په مرکز او ولسوالیو كې له تېرې شپې راهیسې د وسله والو نښتو او ماین چاودنو په پایله کې ۲۱ وسله والو مخالفینو او ۵ امنیتي منسوبینو ته د مرګ ژوبلي اوښتو خبر ورکوي.
د غزني د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر اسدالله شجاعي کلید ته وویل، تېره شپه وسله والو مخالفینو د دې ولایت د زنخان، خواجه عمري او قره باغ ولسوالیو په اړوندو کي د پولیسو پر پوستو بریدونه کړي چې د امنیتي ځواکونو له لوري پر شا تمبول شوي .
د هغه په وينا د دې بريدونو په پایله کې ۱۳ وسله وال وژل شوي، خو درې امنيتي سرتېري او ۸ وسله وال ټپيان دي: (( د شپې ۱۲ بجې وسله والو زنخان کې پر یوي پوستې برید کړی و چې تردریو بجو یې دوام درلود او هلته ۵ وسله وال وژل شوي یو سرتېری او ۴ وسله وال ټپیان شوي، خواجه عمري کې هم د شپې په دوو بجو طالبانو پر یوې پوستې برید کړی چې هلته هم ۵ طالبان وژل شوي یو سرتېری او څلور وسله وال ټپیان شوي دي، دغه راز د قره باغ ولسوالۍ په ارباب سیمه کې هم پرون ناوخته نښته شوې چې په ترڅ کې يې ۳ طالبان وژل شوي او زموږ یو سرتیری ټپي شوی دی.))
شجاعي زیاته کړه، نن سهار بيا د غزني د مرکز او مقر ولسوالۍ په اړوندو کې د سیمه يیزو پولیسو یو سرګروپ او د ملي پولیسو یو افسرهغه مهال وژل شوي، چې د سړک غاړې ماینونو پرې د خنثی کولو پر مهال چاودنه کړې: ((متاسفانه نن سهار اته بجې ښار ته څیرمه د زرګرو په سیمه کي زموږ یو ساتنمن چې د ماین پر خنثی کولو بوخت و، د چاودنې په پایله کې وژل شوی او سهار ۶بجې د مقر ولسوالۍ په بارانه سیمه کې هم د سیمه يیزو پولیسو یو سر ګروپ چې د ماین پر خنثی کولو بوخت و، ماين ورباندې چاودلی او وژل شوی دی.))
خو وسله والو طالبانو بیا ادعا کړې چې د غزني مرکز ته څیرمه يې له زنخان ولسوالۍ سره پر پوله د روضي په سیمه کي تېره شپه د پولیسو پر پوستې برید کړى چې په پایله کې یې ۳ پولیس وژلي، ۵ نور یې ټپیان کړي او مهمات یې هم دوى له ځانه سره وړي دي.
دوی په دغه پیښه کي د خپل یوه وسله وال وژنه او د دوو نورو ملګرو د ټپي كېدو خبره هم مني.
د طالبانو د وياند ذبیح الله مجاهد لخوا کلید ته په رااستولي ټلیفوني پیغام کې دغه راز ادعا شوې چې وسله والو یې نن سهار اته بجې د مقر ولسوالۍ په بارانه سیمه کې د یادې ولسوالۍ د سیمه يیزو پولیسو عمومي قومندان میرزا محمد له دوو ساتونکو سره د ماین په چاودنه کې وژلی دی.


