د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، په نازیانو كې د پروني موټر بم ځانمرګي برید له امله د مرګ ژوبلې شمیره ۳۳ کسانو ته لوړه شوې ده.
یاد برید پرون مازیګر مهال شاوخوا ۵ نیمې بجې د دغې ولسوالۍ په یوه لرې پرته سیمه کې شوى.
د ننګرهار والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي نن کلید ته وویل، چې د ولسي پاڅون کوونکو د مشر حاجي دهقان کور مخې ته په شوي برید کې د وژل شویو او ټپيانو له ډلې ډيری هغه یې کوچنیان، کروندګر او ملکي وګړي دي. د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، په نازیانو كې د پروني موټر بم ځانمرګي برید له امله د مرګ ژوبلې شمیره ۳۳ کسانو ته لوړه شوې ده.
یاد برید پرون مازیګر مهال شاوخوا ۵ نیمې بجې د دغې ولسوالۍ په یوه لرې پرته سیمه کې شوى.
د ننګرهار والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي نن کلید ته وویل، چې د ولسي پاڅون کوونکو د مشر حاجي دهقان کور مخې ته په شوي برید کې د وژل شویو او ټپيانو له ډلې ډيری هغه یې کوچنیان، کروندګر او ملکي وګړي دي.
هغه زیاته کړه، د یاد برید له امله ۱۰ کسان وژل شوي او د حاجي دهقان په ګډون ۲۳ نور ټپيان دي، چې د ۴ ټپيانو روغتیايي وضعیت د اندیښنې وړ دی.
بلخوا که څه هم تر اوسه د دغې موټر بم چاودنې مسوولیت کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی؛ خو په یاده سیمه کې وسله وال طالبان او داعش ډله پراخ حضور لري.


