ads

د كندهار والي، له كرنې رياسته دوه اوونيو كې ستراتيژيك پلان غوښتى

د كندهار والي امر كړى چې د دې ولايت د كرنې او مالدارۍ رياست دې د كندهار لپاره په دوه اوونيو كې كرنيز ستراتيژيك پلان وركړي.د كندهار ولايت مقام له مطبوعاتي دفتره كليد ته رالېږل شوې خبرپاڼه وايي، والي همايون عزيزي په دې اړه سپارښتنه د ولايت په اداري مجلس كې كړې او د كرنې […]

نویسنده: TKG
22 غویی 1395
د كندهار والي، له كرنې رياسته دوه اوونيو كې ستراتيژيك پلان غوښتى

د كندهار والي امر كړى چې د دې ولايت د كرنې او مالدارۍ رياست دې د كندهار لپاره په دوه اوونيو كې كرنيز ستراتيژيك پلان وركړي.
د كندهار ولايت مقام له مطبوعاتي دفتره كليد ته رالېږل شوې خبرپاڼه وايي، والي همايون عزيزي په دې اړه سپارښتنه د ولايت په اداري مجلس كې كړې او د كرنې له رياسته يې غوښتي چې د كندهار د كرنيزې ودې او پراختيا لپاره ورته يو جامع او بشپړ ستراتيژيك پلان وركړي.
په دې غونډه كې د كرنې د رئيس انجنير احمدشاه روشن لخوا والي ته د خپل تېر يو كلن فعاليت راپور هم وړاندې شو.

روشن وويل، تېر كال يې د كندهار بزګرانو ته د كرنيزې ودې لپاره په مختلفو برخو كې روزنه وركړې او همدا راز يې د باغونو او كښتونو د ناروغۍ د مخنيوي لپاره واكسينونه هم تطبيق كړي دي.
د كندهار والي ويلي، دا هڅې كافي نه دي او بايد چې د كرنې رياست د لنډو او غير محسوسو پروژو پر ځاى د كندهار د كرنيزې ودې لپاره يو هر اړخيز ستراتيژيك پلان ولري تر څو په اوږد مهال كې دا ولايت له كرنيز پلوه پر خپلو پښو ودرولى شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA