له ادارې فساد سره د مبارزې ځانګړې محکمې د کندهار د پوهنې پخوانى رئيس عزيز احمد خالد او د دې رياست د انجنيرۍ څانګې مدير انجنير عبدالرحمن د فساد په جرم په درې درې کاله بند محکوم کړل.
پر يادو کسانو تور و چې د ښوونځيو د جوړولو او ترميم په چارو کې يې فساد کړى دى.
په کندهار کې له اداري فساد سره د مبارزې د ځانګړې محکمې رئيس قضاوتمن ظفر غورځنګ وويل، د اداري فساد دغه قضيه موده مخکې محکمې ته راجع شوې وه چې څلور کسان په کې ښکېل پېژندل شوي وو. له ادارې فساد سره د مبارزې ځانګړې محکمې د کندهار د پوهنې پخوانى رئيس عزيز احمد خالد او د دې رياست د انجنيرۍ څانګې مدير انجنير عبدالرحمن د فساد په جرم په درې درې کاله بند محکوم کړل.
پر يادو کسانو تور و چې د ښوونځيو د جوړولو او ترميم په چارو کې يې فساد کړى دى.
په کندهار کې له اداري فساد سره د مبارزې د ځانګړې محکمې رئيس قضاوتمن ظفر غورځنګ وويل، د اداري فساد دغه قضيه موده مخکې محکمې ته راجع شوې وه چې څلور کسان په کې ښکېل پېژندل شوي وو.
هغه زياته کړه په تورنو کسانو کې د کندهار د پوهنې پخوانى رئيس عزيز احمد خالد، د دغه رياست د انجنيرۍ څانګې اوسنى مدير انجنير عبدالرحمن او د نظارت د څانګې دوه انجنيران محمد ابراهيم او مطيع الله شامل وو.
غورځنګ زياتوي، محکمې ته هغه اسناد او شواهد وړاندې شول چې ثابتوله يې د پوهنې رئيس او د انجنيرۍ څانګې مدير د ښوونځيو د ترميم او جوړولو په قراراددونو کې ١ ميليون ١٩ زره ٥ سوه او ۱ افغانۍ فساد کړى دى.
هغه وويل، د شواهدو او اسنادو په رڼا کې د پوهنې پخوانى رئيس عزيز احمد خالد او د انجنيرۍ د څانګې اوسنى مدير انجنير عبدالرحمن په درې- درې کاله تنفيدي بند محکوم شول او پاتې دوه کسان د کافي اسنادو د نشتوالي له امله ازاد شوي دي.
له فساد سره د مبارزې د ځانګړې محکمې رئيس وايي، تر دې مهاله ورته د يادې قضيې په ګډون دوه دوسيې سپارل شوي چې يوه يې د ګمرک د رئيس د دخولي او سرحدي دروازو د مسوولينو په اړه ده.
دى وايي، د فساد اړوند دغه دوسيه تر څېړنې لاندې ده او کېداى شي نوره هم پراخه او ډېر کسان په کې مجرم وپېژندل شي چې تر بشپړېدو وروسته به محکمه خپله پرېکړه وکړي.


