په باميان پوهنتون كې د ۴۷۰ محصلينو لپاره له اته كلن ځنډ وروسته ايله نن نوې ليليه پرانيستل شوه.
د پوهنتون د محصلينو ليليه او خوړنځى په دوه جلا جلا ودانيو كې جوړ شوي چې د ليليې وداني يې په ۳ پوړونو كې ۴۷ خونې، دوه د مطالعې صالونونه، ۱۵ حمامونه او ۱۵ تشنابونه لري.
د باميان پوهنتون لپاره د جوړې شوې ليليې نږدې ۳۵ ميليونه (34744541) افغانۍ لګښت د مخدره توكو پر ضد د مبارزې وزارت لخوا وركړل شوى او چارې يې د افغانستان جرمن په نوم سهامي شركت لخوا ترسره شوې دي. په باميان پوهنتون كې د ۴۷۰ محصلينو لپاره له اته كلن ځنډ وروسته ايله نن نوې ليليه پرانيستل شوه.
د پوهنتون د محصلينو ليليه او خوړنځى په دوه جلا جلا ودانيو كې جوړ شوي چې د ليليې وداني يې په ۳ پوړونو كې ۴۷ خونې، دوه د مطالعې صالونونه، ۱۵ حمامونه او ۱۵ تشنابونه لري.
د باميان پوهنتون لپاره د جوړې شوې ليليې نږدې ۳۵ ميليونه (34744541) افغانۍ لګښت د مخدره توكو پر ضد د مبارزې وزارت لخوا وركړل شوى او چارې يې د افغانستان جرمن په نوم سهامي شركت لخوا ترسره شوې دي.
د باميان پوهنتون سرپرست امين جويا وايي د دې ودانۍ په جوړېدو سره يې د محصلينو ۱۰ فيصده ستونزې كمې شوي خو په وينا يې لا زيات كار ته اړتيا ويني.
دا په داسې حال كې ده چې دا مهال باميان پوهنتون په شپږو پوهنځيو (( د كرنې، ښوونې او روزنې، اقتصاد، ځمكپوهنې، ټولنيزو او طبيعي علومو پوهنځي)) ګڼ محصلين په ډېر ابتدايي ډول په نشتو امكاناتو خپل درسونه مخته وړي.


