ads

دوهمه ورځ ده چې پاكستاني ځواكونو د تورخم دروازه تړلې ده

پاکستاني ځواکونو له پرون سهار راهيسې د تورخم دروازه د افغان مسافرو پر مخ تړلې او زرګونه افغانان دواړو خواوو ته په انتظار ناست دي.په سيمه کې د کليد خبريال د مسافرو له قوله وايي، چې له پرون راهيسې په سختو مشکلاتو کې دي او له افغان او پاکستاني چارواکو د دغې ستونزې د حل […]

نویسنده: TKG
22 غویی 1395
دوهمه ورځ ده چې پاكستاني ځواكونو د تورخم دروازه تړلې ده

پاکستاني ځواکونو له پرون سهار راهيسې د تورخم دروازه د افغان مسافرو پر مخ تړلې او زرګونه افغانان دواړو خواوو ته په انتظار ناست دي.
په سيمه کې د کليد خبريال د مسافرو له قوله وايي، چې له پرون راهيسې په سختو مشکلاتو کې دي او له افغان او پاکستاني چارواکو د دغې ستونزې د حل غوښتنه کوي.
په مسافرو کې يو شمېر يې هغه ناروغان هم دي، د درملنې په هدف پاکستان ته تلل، چې د پاکستاني پوله ساتو ځواکونو له لورې نه دي پرېښودل شوي.
په سيمه کې يوې امنيتي سرچينې کليد ته ويلي، چې د پاکستان امنيتي ځواکونو غوښتل د دروازې ترڅنګ يو هوايي پُل جوړ کړي او هغه وخت، چې افغان امنيتي ځواکونو يې مخه نيولې، هغوى د مسافرو پر مخ دروازه تړلې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA