ads

خيبر پښتونخوا كې سخت بارانونه، لنډي كوتل او چارسده كې ۶ مړه، ۶ ټپيان

د خيبر پښتونخوا په خيبر اېجنسۍ او چارسده کې د سختو بارانونو له كبله دولس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.پاکستاني رسنيو د چارواکو له قوله ويلي، چې د خيبر اېجنسۍ لنډي کوتل کې پر يو کور د تندر غورځېدو له كبله شپږ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.ژغورونکو ويلي، چې د غورځېدلي کور […]

نویسنده: TKG
22 غویی 1395
خيبر پښتونخوا كې سخت بارانونه، لنډي كوتل او چارسده كې ۶ مړه، ۶ ټپيان

د خيبر پښتونخوا په خيبر اېجنسۍ او چارسده کې د سختو بارانونو له كبله دولس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پاکستاني رسنيو د چارواکو له قوله ويلي، چې د خيبر اېجنسۍ لنډي کوتل کې پر يو کور د تندر غورځېدو له كبله شپږ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
ژغورونکو ويلي، چې د غورځېدلي کور له خاورو لاندې څخه يې د يوې مېرمنې او درېيو ماشومانو مړي ايستلي دي او همدا راز دوه کسان يې په ټپي حالت کې ايستلي وو، خو وروسته دوى هم ساه ورکړې ده. د خيبر پښتونخوا په خيبر اېجنسۍ او چارسده کې د سختو بارانونو له كبله دولس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پاکستاني رسنيو د چارواکو له قوله ويلي، چې د خيبر اېجنسۍ لنډي کوتل کې پر يو کور د تندر غورځېدو له كبله شپږ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
ژغورونکو ويلي، چې د غورځېدلي کور له خاورو لاندې څخه يې د يوې مېرمنې او درېيو ماشومانو مړي ايستلي دي او همدا راز دوه کسان يې په ټپي حالت کې ايستلي وو، خو وروسته دوى هم ساه ورکړې ده.
بلخوا د چارسدې په پاړه جرنده سيمه کې د يو کور د چت لوېدو له كبله دوه تنه مړه او څلور نور ټپيان شوي دي.
د هوا پېژندنې ادارې ويلي، چې د خيبر پښتونخوا په خيبر اېجنسۍ او چارسده کې له تېرې شپې راهيسې د سخت باد او باران لړۍ په وقفه يي ډول روانه ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA