بنګله دېش د دې هېواد د جماعت اسلامي سپين ږيرى مشر مطيع الرحمن نظامي په ۱۹۷۱ كې د پاكستان او بنګال د جګړې پر مهال د جنګي جنايت د ارتكاب په جرم اعدام كړ.
د بنګله ديشي رسنيو له قوله پر ۷۲ كلن مطيع الرحمن باندې د تشدد او نسل وژنې د دوسيو تر څنګ گڼ نور جرمونه هم ثابت شوي وو چې پر اساس يې تېر كال سترې محكمې د اعدام حكم پرې وكړ. بنګله دېش د دې هېواد د جماعت اسلامي سپين ږيرى مشر مطيع الرحمن نظامي په ۱۹۷۱ كې د پاكستان او بنګال د جګړې پر مهال د جنګي جنايت د ارتكاب په جرم اعدام كړ.
د بنګله ديشي رسنيو له قوله پر ۷۲ كلن مطيع الرحمن باندې د تشدد او نسل وژنې د دوسيو تر څنګ گڼ نور جرمونه هم ثابت شوي وو چې پر اساس يې تېر كال سترې محكمې د اعدام حكم پرې وكړ.
مطيع الرحمن له محكمې غوښتنه كړې وه چې پر دوسيه يې بيا له سره كتنه وكړي، خو دا غوښتنه يې رد شوه، هغه چانس درلود چې د بنګله دېش جمهوري رياست ته د عفوې عريضه وړاندې كړي، خو دا كار بيا پخپله مطيع الرحمن ونه كړ.
د بنګله دېش د عدليې وزير تاييد كړې چې، مطيع الرحمن په ۱۹۷۱ كال كې د زرګونه بنګله ديشيانو د وژنې په تور د ډهاكا په مركزي زندان كې اعدام شو.
د مطيع الرحمن د اعدام د ځنډولو لپاره د هغه پلويانو په ډاكا كې درانه لاريونونه هم وكړل خو پوليسو سلګونه لاريون كوونكي د ډاكا د مركزي زندان تر دروازې پرېنښودل.


