ads

افغان حكومت: د كامرون څرګندونې د نړيوالو اخلاقو خلاف دي

افغان حكومت د افغانستان په اړه د بريتانيا د لومړي وزير ډېوېډ کامېرون وروستۍ څرګندونې د ټولو نړيوالو موازينو او اخلاقو خلاف بولي.ډېوېډ کامېرون د بريتانيا له ملکې سره خبرو کې افغانستان او نايجيريا په لوړه کچه له فساده اغېزمن هېوادونه بللي دي.د جمهور رئيس مرستيال وياند دوا خان مينه پال نن له كليد سره […]

نویسنده: TKG
22 غویی 1395
افغان حكومت: د كامرون څرګندونې د نړيوالو اخلاقو خلاف دي

افغان حكومت د افغانستان په اړه د بريتانيا د لومړي وزير ډېوېډ کامېرون وروستۍ څرګندونې د ټولو نړيوالو موازينو او اخلاقو خلاف بولي.
ډېوېډ کامېرون د بريتانيا له ملکې سره خبرو کې افغانستان او نايجيريا په لوړه کچه له فساده اغېزمن هېوادونه بللي دي.
د جمهور رئيس مرستيال وياند دوا خان مينه پال نن له كليد سره خبرو كې په افغانستان كې د اداري فساد شتون رد نه كړ، خو ويې ويل، چې افغان حكومت له اداري فساد سره مبارزې ته ژمن دى او په دې برخه كې د پام وړ لاسته راوړنې هم لري افغان حكومت د افغانستان په اړه د بريتانيا د لومړي وزير ډېوېډ کامېرون وروستۍ څرګندونې د ټولو نړيوالو موازينو او اخلاقو خلاف بولي.
ډېوېډ کامېرون د بريتانيا له ملکې سره خبرو کې افغانستان او نايجيريا په لوړه کچه له فساده اغېزمن هېوادونه بللي دي.
د جمهور رئيس مرستيال وياند دوا خان مينه پال نن له كليد سره خبرو كې په افغانستان كې د اداري فساد شتون رد نه كړ، خو ويې ويل، چې افغان حكومت له اداري فساد سره مبارزې ته ژمن دى او په دې برخه كې د پام وړ لاسته راوړنې هم لري: (( په دې كې شك نشته چې د افغانستان په سيسټم كې فساد نشته، خو د بريټانيا د صدراعظم په دغه لهجه خبرې كول د ټولو نړيوالو موازينو خلاف دي، .د افغانستان حكومت متعهد دى چې له  اداري فساد سره به مبارزه كوي، په دې برخه كې مهمې لاسته راوړنې لري او لا به په دې برخه كې خپله ژمنتيا نړيوالو او افغانانو ته ثابته كړي.))
د بريتانيا لومړي وزير يادې څرګندونې په داسې حال كې كړي، چې سبا په لندن كې د اداري فساد په ضد د مبارزې نړيواله غونډه جوړېږي.
د جمهور رئيس مرستيال وياند دوا خان مينه پال وايي، جمهور رئيس محمد اشرف غني به، چې اوسمهال په تاجكستان كې دى، په ياده غونډه كې د ګډون په هدف نن لندن ته روان شي او هلته به د غونډې ګډونوالو ته د اداري فساد په اړه خپلې لاسته راوړنې وړاندې كړي: (( جمهور رئيس لندن ته روانېږي او د لندن كنفرانس كې به د  افغانستان لاسته راوړنې د غونډې ګډونوالو  او نړيوالو ته مخې ته كېږدي.))
له فساده د اغېزمنو هېوادونو په هغه لېست کې، چې د روڼتيا نړيوالې ادارې چمتو کړى، افغانستان د سوماليا او شمالي کوريا تر شا ۱۶۷ ځاى لري.
نايجيريا بيا په ۱۳۶ ځاى کې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA