په نوي ډيلي کې د پاکستان سفير عبدالباسط يو ځل بيا له هند څخه وغوښتل، چې د سولې مذاکرات له سره پيل کړي.
نوموړي پرون په يوه غونډه کې وويل، دوى د هند لوري په تمه دي، ترڅو د خبرو ځاى او نېټه معلومه کړي.
د هغه په وينا، که څه هم د دواړو هېوادونو د استازو ترمنځ وخت ناوخت ليده کاته ترسره کېږي، خو زياتوي، چې د جامع مذاکراتو لپاره تراوسه هڅې له ناکامۍ سره مخ دي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د کشمير د مسئلې او يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه غونډې له ناکامۍ سره مخ شوې دي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ د کشمير د مالکيت پر سر له ۱۹۴۷ کال راهيسې درې سترې جګړې هم شوې دي او له هماغه وخته يې ډيپلوماټيکې اړيکې سړې بلل کېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ