د بلغاريې د دفاع وزارت په دغه هېواد کې د ناټو سازمان د پوځي تمرينونو د پيلېدو خبر ورکړ.
ياد وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي، چې دغه پوځي تمرينونه له نن سهاره پيل شوي او د مې مياشتې تر پنځلسمې نېټې به دوام وكړي.
د سرچينې په وينا، په دغو پوځي تمرينونو كې د ناټو سازمان ۳۵ ځانګړي ځواکونه، ۹۰ تنه بلغاريايي، ۱۵۰ امريكايي،۴۰ بريتانوي، ۲۵ رومانيايي او ۱۱ فرانسوي سرتېري ګډون لري. د بلغاريې د دفاع وزارت په دغه هېواد کې د ناټو سازمان د پوځي تمرينونو د پيلېدو خبر ورکړ.
ياد وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي، چې دغه پوځي تمرينونه له نن سهاره پيل شوي او د مې مياشتې تر پنځلسمې نېټې به دوام وكړي.
د سرچينې په وينا، په دغو پوځي تمرينونو كې د ناټو سازمان ۳۵ ځانګړي ځواکونه، ۹۰ تنه بلغاريايي، ۱۵۰ امريكايي،۴۰ بريتانوي، ۲۵ رومانيايي او ۱۱ فرانسوي سرتېري ګډون لري.
د ناټو سازمان په بلغاريه کې ياد تمرينونه په داسې حال کې پيلوي، چې تر دې وړاندې ختيځه اروپا کې د دغه سازمان د تحرکاتو په وړاندې روسيې سخت غبرګون ښودلى او دا ډول کړنې يې د ځان لپاره ګواښ بللى.