ads

پروان د مخالفينو په تور نيول شوي ۱۳۱ تنه بېرته خوشې شوي

د پروان امنيتي مسوولين وايي، د هغو ۱۵۰ كسانو له ډلې يې ۱۳۱ تنه خوشې كړي د شمال له طالبانو سره د يو ځاى كېدو په شك يې له موټرو كوز كړي وو.چارواكو ويلي، دا ۱۵۰ كسان يې په تېره يوه اوونۍ كې د سالنګ پر لويه لار د تالاشيو پر مهال نيولي او تر […]

نویسنده: TKG
21 غویی 1395
پروان د مخالفينو په تور نيول شوي ۱۳۱ تنه بېرته خوشې شوي

د پروان امنيتي مسوولين وايي، د هغو ۱۵۰ كسانو له ډلې يې ۱۳۱ تنه خوشې كړي د شمال له طالبانو سره د يو ځاى كېدو په شك يې له موټرو كوز كړي وو.
چارواكو ويلي، دا ۱۵۰ كسان يې په تېره يوه اوونۍ كې د سالنګ پر لويه لار د تالاشيو پر مهال نيولي او تر اوسه تر څېړنې لاندې وو.
د پروان د والي وياند عبدالوحيد صديقي په دې اړه كليد ته وويل، د نيول شويو كسانو له ډلې يې ۱۹ كسه په تروريستي فعاليتونو كې شريك او وسله وال مخالفين ختلي، خو ۱۳۱ نور بيا په عزت خوشې شوي دي د پروان امنيتي مسوولين وايي، د هغو ۱۵۰ كسانو له ډلې يې ۱۳۱ تنه خوشې كړي د شمال له طالبانو سره د يو ځاى كېدو په شك يې له موټرو كوز كړي وو.
چارواكو ويلي، دا ۱۵۰ كسان يې په تېره يوه اوونۍ كې د سالنګ پر لويه لار د تالاشيو پر مهال نيولي او تر اوسه تر څېړنې لاندې وو.
د پروان د والي وياند عبدالوحيد صديقي په دې اړه كليد ته وويل، د نيول شويو كسانو له ډلې يې ۱۹ كسه په تروريستي فعاليتونو كې شريك او وسله وال مخالفين ختلي، خو ۱۳۱ نور بيا په عزت خوشې شوي دي: (( د سالنګ پر لويه لار لا هم د امنيتي ځواكونو تالاشۍ او پلټنې روانې دي او هغه كسان چې د هېواد په شمال كې وسله والو مخالفينو سره د يو ځاى كېدو په خاطر د سالنګ له لارې تېرېږي، وبه نيول شي.))
دا په داسې حال كې ده چې د كاپيسا يو چارواكي بيا كليد ته د نوم نه ښودلو په شرط ويلي، تېره اوونۍ د كاپيسا په اول كوهستان سيمه كې هم ۴۰ تنه د هېواد د شمال له طالبانو سره د يو ځاى كېدو په شك نيول شوي دي.
دغه چارواكي ويلي، له دغو كسانو څخه لومړنيو څېړنو دا په ډاګه كړې چې غوښتل يې د كوهستان له لارې د هېواد شمال ته ځان ورسوي او له وسله والو مخالفينو سره يو ځاى شي: (( دوى له مخالفينو سره لاس لري موږ يې دوسيې د نورو څېړنو لپاره كابل ته استوو.))
د سالنګ له لويې لارې طالبانو سره د يو ځاى كېدو په تور دا كسان په داسې حال كې نيول كېږي چې څه موده وړاندې وسله والو طالبانو د دوهم ځل لپاره د كندوز د سقوط كولو جګړه پيل كړه، خو امنيتي ځواكونو ډېر ژر پر شا وتمبول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA