ads

ننګرهار كې ۱۰ ټنه امونيم نايتريت نيول شوي

په ختیځ کې د سرحدي پولیسو چارواکي وایي، ننګرهار کې يې  په یوه لارۍ موټر کې بار ۱۰ زره کېلو ګرامه امونیم نایتریت سره له دوه تنو سره یوځای نیولې ده.چارواکو نن په چاودیدونکو توکو کې استعمالیدونکې دغه سره او نیول شوي کسان د سرحدي لوا په انګړ كې خبریالانو ته هم وروښودل.په ختیځ کې […]

نویسنده: TKG
21 غویی 1395
ننګرهار كې ۱۰ ټنه امونيم نايتريت نيول شوي

په ختیځ کې د سرحدي پولیسو چارواکي وایي، ننګرهار کې يې  په یوه لارۍ موټر کې بار ۱۰ زره کېلو ګرامه امونیم نایتریت سره له دوه تنو سره یوځای نیولې ده.
چارواکو نن په چاودیدونکو توکو کې استعمالیدونکې دغه سره او نیول شوي کسان د سرحدي لوا په انګړ كې خبریالانو ته هم وروښودل.
په ختیځ کې د سرحدي لوا درستیزیوال محمد ایوب حسین خیل نن د یوه خبري کنفرانس پرمهال وويل، دغه لس ټنه امونيم نايتريت د سرحدي لوا شپږم کنډک منسوبینو د جلال اباد ـ تورخم په لویه لاره د مومندرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې نیولي، چې په ډیر مهارت سره په یوې لارۍ ډوله موټر کې ځای پرځای شوي وو. په ختیځ کې د سرحدي پولیسو چارواکي وایي، ننګرهار کې يې  په یوه لارۍ موټر کې بار ۱۰ زره کېلو ګرامه امونیم نایتریت سره له دوه تنو سره یوځای نیولې ده.
چارواکو نن په چاودیدونکو توکو کې استعمالیدونکې دغه سره او نیول شوي کسان د سرحدي لوا په انګړ كې خبریالانو ته هم وروښودل.
په ختیځ کې د سرحدي لوا درستیزیوال محمد ایوب حسین خیل نن د یوه خبري کنفرانس پرمهال وويل، دغه لس ټنه امونيم نايتريت د سرحدي لوا شپږم کنډک منسوبینو د جلال اباد ـ تورخم په لویه لاره د مومندرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې نیولي، چې په ډیر مهارت سره په یوې لارۍ ډوله موټر کې ځای پرځای شوي وو.
حسین خیل وایي، د دغو توکو په تړاو یې دوه تنه هم نیولي، چې د نور تعقیب لپاره به یې عدلې او قضایي ارګانونو ته وسپاري.
امونیم نایتریت چې د تورې سرې په نوم یادیږي، له پاكستانه واردېږي او چې د طالبانو لخوا يې په چاودېدونکو توكو كې استعمال زيات شو نو پخواني جمهور رئيس حامد کرزي یي په كارونه او پلور بندیز ولګاوه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA