ads

ننګرهار: افغان ځواكونو په يوه اوونۍ كې ۱۶ داعشيان نيولي

د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، تېره اوونۍ يې د بېلا بېلو پیښو پرمهال د دوو پاکستانیانو په ګډون ۱۶ داعش وسله وال نیولي دي.د ننګرهار امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقیوال پرون مازيګر د یو خبري کنفرانس پرمهال دغه نیول شوي وسله وال خبریالانو ته وروښودل.مشرقیوال  وایي، د نیول شویو له جملې ۱۲ تنه […]

نویسنده: TKG
21 غویی 1395
ننګرهار: افغان ځواكونو په يوه اوونۍ كې ۱۶ داعشيان نيولي

د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، تېره اوونۍ يې د بېلا بېلو پیښو پرمهال د دوو پاکستانیانو په ګډون ۱۶ داعش وسله وال نیولي دي.
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقیوال پرون مازيګر د یو خبري کنفرانس پرمهال دغه نیول شوي وسله وال خبریالانو ته وروښودل.
مشرقیوال  وایي، د نیول شویو له جملې ۱۲ تنه چې غوښتل يې پاکستان ته ولاړ شي، د بټي کوټ ولسوالۍ د څلورم فارم په سیمه کې نیول شوي: (( دغو نيول شويو كسانو په کوټ، هسکه مېنه، او اچین ولسوالۍ کې وسله وال فعالیت درلوده، پاتې نور په روداتو او هسکې مېنې ولسوالیو کې د پلټنو پرمهال نیول شوي دي.)) د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، تېره اوونۍ يې د بېلا بېلو پیښو پرمهال د دوو پاکستانیانو په ګډون ۱۶ داعش وسله وال نیولي دي.
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقیوال پرون مازيګر د یو خبري کنفرانس پرمهال دغه نیول شوي وسله وال خبریالانو ته وروښودل.
مشرقیوال  وایي، د نیول شویو له جملې ۱۲ تنه چې غوښتل يې پاکستان ته ولاړ شي، د بټي کوټ ولسوالۍ د څلورم فارم په سیمه کې نیول شوي: (( دغو نيول شويو كسانو په کوټ، هسکه مېنه، او اچین ولسوالۍ کې وسله وال فعالیت درلوده، پاتې نور په روداتو او هسکې مېنې ولسوالیو کې د پلټنو پرمهال نیول شوي دي.))
په همدې حال کې بیا د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي هم په دغه کنفرانس کې وویل، چې امنیتي ځواکونه به د نیول شويو داعشيانو له قضایي تعقیب سربیره د وسله والو په نیولو او ځپلو کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
بلخوا داعش وسله والو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
امنیتي چارواکي په داسې حال کې د یو شمیر داعش وسله والو د نیولو خبره کوي، چې د کورنیو چارو وزیر وړمه ورځ په ننګرهار کې د دغه ولایت د امنیتي وضعیت په اړه له امنیتي ارګانونو سره ګډه غونډه كې ويلي وو د جمهور رئيس دې امر ته په ژمنتيا كار كوي چې په هر ځاى كې دې وسله وال مخالفين وځپل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA