فرانسه د افغان حكومت د وروستيو پاليسيو ملاتړ کوي او په ځانګړې توګه يې د دې ګام هرکلى کوي، چې د دښمن لپاره يې مشخص تعريف رامنځته کړ.
دا څرګندونې په كابل كې د فرانسې سفير ژان مېشل مارلو تېره ورځ د ملي امنيت سلاكار محمد حنيف اتمر سره د ليدنې په مهال وكړې.
د ملي امنيت شورا دفتر وايي، د ملي امنيت سلاکار په کابل کې د فرانسې سفير ژان مېشل مارلو د ډيپلوماټيک ماموريت د لاسته راوړنو قدرداني وکړه او زياته يې کړه، چې د نوموړي د ماموريت په مهال د افغانستان او فرانسې په اړيکو کې مثبت پرمختګونه لا زيات شوي دي. فرانسه د افغان حكومت د وروستيو پاليسيو ملاتړ کوي او په ځانګړې توګه يې د دې ګام هرکلى کوي، چې د دښمن لپاره يې مشخص تعريف رامنځته کړ.
دا څرګندونې په كابل كې د فرانسې سفير ژان مېشل مارلو تېره ورځ د ملي امنيت سلاكار محمد حنيف اتمر سره د ليدنې په مهال وكړې.
د ملي امنيت شورا دفتر وايي، د ملي امنيت سلاکار په کابل کې د فرانسې سفير ژان مېشل مارلو د ډيپلوماټيک ماموريت د لاسته راوړنو قدرداني وکړه او زياته يې کړه، چې د نوموړي د ماموريت په مهال د افغانستان او فرانسې په اړيکو کې مثبت پرمختګونه لا زيات شوي دي.
محمد حنيف اتمر همدارنګه له افغانستان سره د اقتصاد، ښوونې او روزنې او نورو برخو کې د فرانسې مرستې ارزښتمنې وبللې او هيله يې وکړه، چې د مارلون تر ماموريت وروسته، چې په نږدې راتلونكې كې پاى ته رسېږي، هم په دې برخو کې د افغانستان او فرانسې همکارۍ دوام ولري.
په دې ليدنه کې د افغانستان پر روان سياسي او امنيتي وضعيت او په اروپا کې د افغان کډوالو پر حالت هم خبرې وشوې.


