ads

غزني او وردګو كې د افغان ځواكونو كمين او عمليات، ۸ طالبان مړه، ۵ ټپيان

ځايي چارواكي د غزني مركز ته نږدې په شهباز سيمه كې د ملي اردو لخوا په يو كمين كې د درې طالبانو د وژل كېدو او پنځو نورو د ټپي كېدو خبر وركوي. په غزني کي د ملي اردو د درېیمې لوا ویاند محمد حنیف رضایې کلید ته وویل، تېره شپه شاوخوا ۳ بجې د […]

نویسنده: TKG
21 غویی 1395
غزني او وردګو كې د افغان ځواكونو كمين او عمليات، ۸ طالبان مړه، ۵ ټپيان

ځايي چارواكي د غزني مركز ته نږدې په شهباز سيمه كې د ملي اردو لخوا په يو كمين كې د درې طالبانو د وژل كېدو او پنځو نورو د ټپي كېدو خبر وركوي.
په غزني کي د ملي اردو د درېیمې لوا ویاند محمد حنیف رضایې کلید ته وویل، تېره شپه شاوخوا ۳ بجې د غزني د مرکز اړوند په شهباز سیمه کې د طالبانو یو ګروپ د ملي اردو ځواکونو له کمین سره مخ شو، چې د نښتې په پایله کې ۳ وسله وال طالبان وژل شوي او ۵ تنه یې ټپیان دي.
نوموړي زیاته کړه، په یاده سیمه کې تېره ورځ د ملي اردو ځواکونو له لوري ۴ کړۍ ماینونه هم کشف او خنثی شوي دي. ځايي چارواكي د غزني مركز ته نږدې په شهباز سيمه كې د ملي اردو لخوا په يو كمين كې د درې طالبانو د وژل كېدو او پنځو نورو د ټپي كېدو خبر وركوي.
په غزني کي د ملي اردو د درېیمې لوا ویاند محمد حنیف رضایې کلید ته وویل، تېره شپه شاوخوا ۳ بجې د غزني د مرکز اړوند په شهباز سیمه کې د طالبانو یو ګروپ د ملي اردو ځواکونو له کمین سره مخ شو، چې د نښتې په پایله کې ۳ وسله وال طالبان وژل شوي او ۵ تنه یې ټپیان دي.
نوموړي زیاته کړه، په یاده سیمه کې تېره ورځ د ملي اردو ځواکونو له لوري ۴ کړۍ ماینونه هم کشف او خنثی شوي دي.
د يو بل خبر له مخې په غزني كې د ملي اردو د درېيمې لوا وياند كليد ته وويل،  ملي اردو تېره شپه د میدان وردګ ولایت د سید آباد ولسوالۍ په بزک سیمه کې هم یو لړ عملیات کړي، چې په پایله کې یې ۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
نوموړی وایي، په دواړو پیښو کي د ملي اردو ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA