ads

عبدالله:د افغانانو د دښمن په اړه د جمهور رئيس تعريف تاييدوم

د حکومت اجرائیه رئیس له وسله والو مخالفینو وغوښتل، چې د سولې له پروسې سره یوځای شي او د دوست او دښمن په اړه یې یو ځل بیا د افغان حکومت دریځ روښانه کړ.عبدالله عبدالله چې نن یې د ملي دفاع وزارت او ملي امنیت ریاست نوي سرپرستان او نوماندان معرفي کول، دا څرګندونې وکړې.جمهور […]

نویسنده: TKG
21 غویی 1395
عبدالله:د افغانانو د دښمن په اړه د جمهور رئيس تعريف تاييدوم

د حکومت اجرائیه رئیس له وسله والو مخالفینو وغوښتل، چې د سولې له پروسې سره یوځای شي او د دوست او دښمن په اړه یې یو ځل بیا د افغان حکومت دریځ روښانه کړ.
عبدالله عبدالله چې نن یې د ملي دفاع وزارت او ملي امنیت ریاست نوي سرپرستان او نوماندان معرفي کول، دا څرګندونې وکړې.
جمهور رئيس محمد اشرف غني څو ورځې وړاندې ډګر جنرال عبدالله خان د دفاع وزارت د سرپرست او محمد معصوم ستانکزی د ځانګړي سلاکار او د ملي امنیت لوی ریاست د سرپرست او نوماند په توګه معرفي کړ.

د حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د دغو دواړو سرپرستانو د معرفۍ په غونډه کې وویل د افغانستان دښمن هغه دى چې د حکومت او خلکو پر ضد یې وسله پورته کړې وي.
په ورته وخت کې د ملي امنیت لوی ریاست نوی سرپرست وایي، په هېواد کې  روانه جګړه د بهرنیو کړیو د ګټو لپاره روانه ده.
محمد معصوم ستانکزي دغه راز د وارسا او بروکسل غونډو کې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د نړیوالو مرستو په اړه هم هیله مندي وښوده.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې معصوم ستانکزی د ملي دفاع سرپرست وزیر په توګه دنده تر سره کوله، خو اوس د جمهور رئيس غني د حکم له مخې د ملي دفاع وزارت لپاره ډګر جنرال عبدالله خان د سرپرست وزیر په توګه او د ملي امنیت سرپرست عمومي رئیس په توګه معصوم ستانکزی ونومول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA