د روسیې نظامي چارواكي وايي، له هند سره یې هوکړه کړې چې د روان ۲۰۱۶ کال په دوهمه نیمایي کې به د دواړو هېوادونو پوځيان ګډ جګړه ييز تمرینات تر سره کړي.
د سپوتنیک خبري اژآنس د راپور له مخې د روسیې د وسله وال پوځ مطبوعاتي رئیس د دغه هیواد په ختیځ کې د یوې وینا پر مهال وویل، له هند سره ګډو پوځي تمریناتو ته بشپړ چمتووالی نیول شوی دی.
نوموړي زیاته کړه، دغه ګډ پوځي تمرینات به د روسیی په نظامي مرکزونو کې تر سره کیږي. د روسیې نظامي چارواكي وايي، له هند سره یې هوکړه کړې چې د روان ۲۰۱۶ کال په دوهمه نیمایي کې به د دواړو هېوادونو پوځيان ګډ جګړه ييز تمرینات تر سره کړي.
د سپوتنیک خبري اژآنس د راپور له مخې د روسیې د وسله وال پوځ مطبوعاتي رئیس د دغه هیواد په ختیځ کې د یوې وینا پر مهال وویل، له هند سره ګډو پوځي تمریناتو ته بشپړ چمتووالی نیول شوی دی.
نوموړي زیاته کړه، دغه ګډ پوځي تمرینات به د روسیی په نظامي مرکزونو کې تر سره کیږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د دواړو هېوادونو پوځیانو د ۲۰۱۵ کال په لومړیو کې او همدا راز د تېر کال په دسمبر کې هم د بنګال په خلیج کې ګډ پوځي تمرینات په بریالیتوب سره مخته وړي وو.
هند او روسیه له پخوا څخه نږدې انډیوال هیوادونه بلل کیږي، چې تر منځ یی یو لړ نظامي او اقتصادي هوکړې هم لاسلیک شوې دي.


