د ننګرهار په نازيانو ولسوالۍ كې د يوه پاڅونوال د كور مخې ته موټر بم بريد كې څلور ويشت كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د ننګرهار د والي وياند عطالله خوګياڼى وايي، دغه پېښه د سه شنبه په ورځ مازديګر د ننګرهار د نازيانو ولسوالۍ په لنډۍ سيمه كې د يوه پاڅون كوونكي ملك دهقان د كور مخې ته شوې.

د نوموړي په خبره په دغه پېښه كې ۷ كسان وژل شوي او ۱۷ نور ټپيان دي چې د څلورو ټپيانو روغتيايي حالت نازك ښودل شوى.
خوګياڼى زياتوي چې د پېښو په ټپيانو كې ملك دهقان هم شامل دى.
د دغه بريد مسئوليت تر دې مهاله كومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.