د هلمند والي حيات الله حيات وايي، د حكومت له پاليسيو سره سم له طالبانو سره د سولې خبرو ته لومړيتوب وركوي، خو په وينا يې لومړى بايد په حكومت كې دننه سوله وشي او عدالت پلى شي.
نوموړي پرون دوشنبه هلمند ولايت په مقام كې جوړې شوې غونډې ته دا خبرې كړې دي او زياته كړې يې ده له مخالفينو سره د سولې تر خبرو مخكې لازمه دا ده چې په دولت كې دننه سولې ته زمينه سازي وشي د هلمند والي حيات الله حيات وايي، د حكومت له پاليسيو سره سم له طالبانو سره د سولې خبرو ته لومړيتوب وركوي، خو په وينا يې لومړى بايد په حكومت كې دننه سوله وشي او عدالت پلى شي.
نوموړي پرون دوشنبه هلمند ولايت په مقام كې جوړې شوې غونډې ته دا خبرې كړې دي او زياته كړې يې ده له مخالفينو سره د سولې تر خبرو مخكې لازمه دا ده چې په دولت كې دننه سولې ته زمينه سازي وشي: (( د سولې د ټينګښت لپاره بله لار نشته، ټول هغه اشخاص چې همدا اوس جګړې ته لومړيتوب وركوي يوه ورځ به كېني او سوله به وكړي، زما په اند د دولت په داخل كې د وحشت، ظلم او بې عدالتۍ له كبله خلك دې ته اړ شوي چې د سولې له پروسې مخ واړوي او له دولت سره مخالفت وكړي.))
په عين حال كې د هلمند د سولې ولايتي كمېټې مشر فضل باري فياض هم وويل چې سوله د افغانانو غوښتنه ده او جګړه دغې غوښتنې ته د رسېدو لار نه ده: (( زما سپارښتنه دا ده چې قومي مشران او ديني عالمان دې له وسله والو سره د سولې په اړه خبرې پيل كړي.))
د هلمند د ولايتي شورا مرستيال عبدالمجيد اخونزاده بيا ټينګار كاوه چې افغانان بايد د ګاونډيانو پر دسيسو سر خلاص كړي، ځكه هغوى په افغانستان كې د سولې پر ځاى دايمي جګړه غواړي: (( همدې جګړې په تېرو كلونو كې او سږ كال سلګونه او زرګونه عام افغانان ووژل، زرګونه كورنۍ كډې ته اړ شوې، دا حالت بايد ختم شي. دې جګړه كې افغانان يوازې تاوان كوي ګټې يې ګاونډي هېوادونه او د جګړې تمويلوونكي اخلي.))


